Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کندهار کې د تېر کال پرتله د کبانو روزنې صنعت وده کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/06

د کندهار د کرنۍ او مالدارۍ رياست مسوولين وايي،د دغه ولایت په ارغنداب،ډنډ،دامان، ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې د کبانو د روزنې د صنعت په برخه کې پانګونه زياته شوې ده،چې  ورسره د کبانو د غوښې په توليد کې هم زياتوالی راغلی.

 د یاد  رياست د ترويج د څانګې مشر انجنير محمدالله نوري وایي، په دغه ولایت کې د کبانو د روزنې ټول ۱۸۳۲ فارمونه شتون لري،چې ۱۸۲ يې تېر کال کې جوړ شوي دي.

نوري وایي، په کلني ډول د کبانو د روزنې له يادو فارمونو ۶۸۰۰ ټنه غوښه توليد کېږي، چې د کندهار ترڅنګ ځينو نورو ولایتونو ته هم وړل کیږي.

نوري زیاتوي:« په کندهار ولایت کې د کبانو ۱۸۳۲ فارمونه جوړ شوي دي. د تېر کال احصایې پر اساس په یوه کال کې ۱۸۲  فارمونه مو رسمي جوړ کړي او ثبت کړي. له دغو ټولو فارمونونه په کال کې په منځنۍ کچه شااوخوا ۶۸۰۰ ټنه غوښه تر لاسه کیږي. دا غوښه سربېره پر دې،چې کندهارر  کې مصرف کېږي، نورو ولایتوته ته هم په  ژوندۍ او مړه ډول استول کیږي.» 

په ورته وخت کې نوري په کندهار کې د کبانو د روزنې صنعت د پراخېدو علت د دغه صنعت لپاره د امکاناتو زياتوالی په ګوته کوي.

هغه زیاته کړه:« په کندهار کې د کبانو فارمونو زیاتوالي علت دا دی،چې دلته اسانتیاوې موجود دي. د کبانو د تولید مرکزونه، د کبانو بچیانو عرضه کول،همدارنګه له فارم لرونکو بېرته غوښه همدغه شرکتونه اخلي. شرکتونه یې بیا نورو ولایتونو ته استوي، نو له همدې امله په کندهار کې دغه کاروبار ښه  روان دی او کامیابه دی.» 

بل لور کندهار کې د کبانو روزنې او پلورنکي هم خپل کاروبار کې د زياتوالي او ګټي خبره کوي.

د کبانو پلورونکی شفیع الله بیا وايي:« موږ  کارتنونه راوړو. په دغه  ځای کې بیا کبان  بیا هټۍ والو  ته ورکوو. هټۍ وال یې بیا په ښار کې پلوري. » 

د کبانو بيچان،چې وړاندې له ګاونډيو هېوادونو راوړل کېدل،اوس پر کور دننه د کبانو نسلونو له تکثري فارمونه ترلاسه کیږي،چې دې چارې هم هېواد کې د کبانو د روزني پر صنعت مثبت اغېز کړی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist