Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ژغورنې نړیواله ډله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د لوږې خمتولو په اړه اقدامات نه دروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/06

د ژغورنې نړیوالې ډلې یو ځل بیا د افغانستان پر روان اقتصادي او بشري وضیعت اندېښنه ښودلې او منلې یې ده،چې د نړیوالې ټولنې پام له دې هېواده  اکراین ته اوښتی دی.

دغې ډلې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی،تر څو د لوږې مخینوي، د خلکو د ژوند ژغورلو د افغان ښځو او نجونو د ژوند ښه کېدو لپاره په افغانستان کې له رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي.

د یادې ډلې مرستیالې امانډا کاټانزانو له افغانستان سره شوې وروستی مرستې ستایي او باوري ده،چې د روان وضیعت په مهار به مثبت اغیز ولري.

کاټانزانو زیاتوي:« موږ په افغانستان کې د  روان وضیعت د خطرونو راکم کولو په موخه د امریکا او مرستندویه هېوادونو وروستي اقدامات ستایو. موږ د نړیوال بانک هغه وروستی اقدام هم ستایو،چې د افغانستان د بیارغونې له وجهي صندوق څخه یې یو میلیارد ډالر آزاد کړل، تر څو د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو له خوا ولګول شي» 

نوموړې دغه راز د دغو پیسو په اړه غوښتنه کړې،چې سمدستي دې وویشل شي او د هغو روغتیایي کارکوونکو او ښوونکو معاشونه دې ورکړل شي،چې له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخېستي.

په ورته وخت کې کاټانزانو پر افغانستان د امریکا لخوا د لګېدلو مالي محدودیتونو د نرمولو هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې،چې د افغانستان بانک سره باید د اقتصادي او  پولي ثبات ساتلو په موخه په تخنیکي برخو کې هم مرستې وشي.

هغه زیاته کړه:«د نړیوال بانک له وروستي اقدام سربېره د امریکا له خوا د محدودیتونو نرمول به پر خصوصي سکتور مالي اغیزې کمې کړي. د امریکا دا اقدام به افغانستان ته د خوړو،تیلو،بریښنا او نورو توکو وارد کولو زمینه برابره کړي. دا پریکړې د افغانستان په څېر د یو ه وارداتي هېواد لپاره خورا اړینې دي.» 

کاټانزانو ویلي، د افغانستان په اړه په راتلونکو جوړېدونکو غونډو کې باید تمرکز د روان بشري ناورین پر مهار او راتلونکو پلانونو وي. 

 هغې ویلي، د افغانستان له مرکزي بانک سره تخنیکي مرستې او د دې هېواد کنګل شویو پیسو په اړه د پلانونو جوړلو باید د نړیوالې ټولنې له تر ټولو اړینو اجنډاوو وي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist