Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن پنج شنبه د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۲ مه» کابل کې د خصوصي سکټور په ملي کنفررانس کې یو ځل بیا له بهر میشتو افغان سوداګر وغوښتل،چې هېواد ته راشي او پانګونه وکړي.
برادر وايي،اوس مهال وضعیت د پانګونې لپاره ښه برابر دی، ښوونیز مرکزونه د نجونو او هلکانو پر مخ پرانېستل شوي، نو افغان پانګوال هم باید هېواد ته راستانه شی.
نوموړي همدارنګه وايي، د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه ورځ په ورځ مخ په کمېدو دي.
د رییس الوزرا لومړي مرستیال همدارنګه په کابل کې پیل شویو عملیاتو ته په اشارې سره وویل، دغه عملیات د هېوادوالو د امنیت خوندیتوب لپاره پیل شوي او په خبره یې، هېوادوال باید په دې برخه کې اندېښنه ونه کړي.