Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
انتونیو ګوټېريش: په ټوله نړۍ کې ۲.۷ میلیون ماشومان او ځوانان د فقر، جګړو او طبیعي پېښو له امله؛ له زدکړو بې‌برخې شوي دي  

United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR) Antonio Guterres attends a press conference following the UNHCRs annual Executive Committee meeting on October 3, 2014 at the United Nations Office at Geneva. AFP PHOTO / FABRICE COFFRINI (Photo credit should read FABRICE COFFRINI/AFP/Getty Images)

انتونیو ګوټېريش: په ټوله نړۍ کې ۲.۷ میلیون ماشومان او ځوانان د فقر، جګړو او طبیعي پېښو له امله؛ له زدکړو بې‌برخې شوي دي  

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/25

د جنوري ۲۴مه، دولتونه د زدکړو نړيوالې ورځې په توګه دې حق ته د بشپړ لاسرسي په يقيني کولو کې د خپلو ژمنتياوو په څرګندولو سره نمانځي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي يې په اړه يوه پيغام کې ويلي، چې په نړيواله کچه ۲۷۲ میلیون ماشومان د بې‌وزلۍ، تبعیض، جګړو، بې‌ځایه کېدو او طبیعي پېښو له امله زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي زده‌کړې انساني حق ګڼلی او د ماشومانو لپاره یې د یوه هر اړخیز او نوي ښوونیز سیسټم غوښتنه کړې.

انتونیو ګوټېريش ویلي: «زدکړې یو بشري حق دی. خو بیا هم ۲۷۲ میلیون ماشومان او ځوانان د بې‌وزلۍ، تبعیض، شخړو، بې‌ځایه کېدو او ناورینونو له امله زده‌کړو ته لاسرسی نه لري. راځئ د ټولو لپاره جامع، انعطاف منونکي او نوښتګر تعلیمي سیسټمونه جوړ کړو.» 

يونېسف او يونسکو هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي له دريځ ننګه کړې او افغانستان يې بيا هغه يوازېنی هېواد ياد کړی، چې په خبره يې نجونې په کې له شپږم ټولګي پورته له تعليم او تحصيل منع کړای شوې دي.

د ملګرو ملتونو دې دوو ادارو ۲.۲ ميليون نجونې له ثانوي زدکړو محرومې ګڼلې او دا څه يې د هېواد پرمختګ پر وړاندې جدي خنډ بللی.

د جنوري ۲۴مې په اړه د یونېسف او يونسکو په ګډه اعلاميه کې راغلي: « نن ورځ افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی، چې ثانوي او لوړې زده‌کړې پکې د نجونو او ښځو لپاره په کلکه منع دي. په پایله کې يې ۲.۲ میلیون نجونې ثانوي ښوونځیو ته له تګ منع شوې دي، چې د دوی راتلونکي فرصتونه او د هېواد پرمختګ یې په جدي توګه محدود کړی دی.»

اروپايي ټولنې هم ويلي، چې په افغانستان کې يې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې ماشومانو ته د باکيفيته زده‌کړو برابرولو په موخه ۵۵ ميليون يورو پانګونه کړې او تازه يې ډاډ ورکړی، چې ياد هدف ته د رسېدو لپاره ۶ ميليون يورو اضافي پانګونه هم کوي.

یادې ټولنې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: «نن د ښوونې او روزنې په ورځ اروپايي ټولنه بیا ټینګار کوي، چې باکیفیته او د لاسرسی وړ زده‌کړې یو اساسي حق دی. موږ په ټول افغانستان کې له مختلفو سازمانونو سره په ګډه مختلفو پروژو کې پانګونه کوو. څو ډاډ ترلاسه کړو، چې هېڅ ماشوم له زدکړو شاته پاتې نه شي.»

د طبيې رستاقي په نوم له دې محصلې په پوهنتون کې زده‌کړې نيمګړې پاتې دي خو د تېر په څېر راتلونکي پسرلي ته هيله‌منه ده، چې ګوندي بيا پوهنتون ته د تګ اجازه ترلاسه کړي.

دا وایي: «له حکومت په ډېر درناوي غوښتنه کوو، چې د اسلامي او فرهنګي مسایلو پام کې نیولو سره؛ نجونو ته د زده‌کړو لپاره مناسبه، ډاډمنه او خوندي فضا رامنځته کړي. ځکه چې لوستي نسلونه که هلکان وي او که نجونې؛ د هېواد روښانه راتلونکې تضمینوي.»

د پوهنې وزارت مسوولان بیا وایي، حکومت عصري او دیني زدکړو ته ژمن دی او دا مهال څه باندې ۱۲ میلیون زد‌کوونکي پر يادو زده‌کړو بوخت دي، چې له ډلې يې پينځه میلیون نجونې دي.

د دې وزارت د ویاند، احمد منصور حمزه په خبره، چې واک د اسلامي امارت له رسېدو راهيسې په ټول هېواد کې ښوونځیو او دیني مدرسو ته له ۱۳سوو د ډېرو ودانيو پر جوړولو سربېره شاوخوا ٣٥٠٠ نورې ترمیم او بیا رغول شوي هم دي.

نوموړی وایي: «اسلامي امارت تل هڅه کوي، تر څو هېوادوالو ته د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښوونې او روزنې خدمتونه وړاندې کړي. له نېکمرغه ویلی شو، چې د دیني او عملي زدکړو په مرکزونو کې ټولټال ۷میلیون، ۵۳۳زره او ۸۸۶ هلکان او ۵میلیون، ۳۹۱زره او ۳۰۱ تنه نجونې د دیني او عمومي زدکړو په مرکزونو کې زدکړې کوي. د ثبت شوو زدکوونکو ټول شمېر ۱۲میلیون، ۹۲۵زره او ۱۸۷ تنو ته رسېږي. د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت له لوري د هېواد لرې پرتو او محرومو سیمو ته د زدکړو لړۍ غځول شوې ده او خوشبختانه د هېواد د بچیانو لپاره د زدکړو فرصتونه رامنځته شوې دي.»

اسلامي امارت له دې وړاندې هم د نجونو د تعليم او تحصيل محدوديت په اړه پرېکړه دايمي نه ده بللې او تل يې ډاډ ورکړی، چې په دې اړه د شرايطو او يوې منظمې تګ‌لارې پر برابرولو کار جریان لري.

خپور یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist