پنټاګون وايي چې افغانستان د سولې لپاره مناسب وضعیت کې دی.
پنټاګون کانګرس ته په خپل تازه کلني راپور کې ویلي چې افغانستان د سولې هوکړې لپاره تر ټولو ښه وضعیت کې دی.
پنټاګون ویلي، د ستونزو او کړکېچونو سره- سره افغانستان د سولې هوکړې لپاره له تېرو وختونو څخه په مناسب وضعیت کې دی.
راپور ویلي چې له نورو ستونزو سربېره افغان حکومت له سیاسي بې ثباتۍ، د افغان ځواکونو کم ظرفیتۍ او د سیمې هېوادونو لاسوهنو سره مخ دی.
پنټاګون ویلي، افغانستان کې امنیتي وضعیت ګونګ حالت کې دی او په ۲۰۱۸ م زېږدیز کال کې د سلاکارانو زیاتېدل، د افغانستان په ثبات کې مرسته وکړه چې د طالبانو فعالیتونه یې محدود کړي وو.
راپور همداراز ویلي چې د وضعیت پر بنسټ د امریکا سټراټيژۍ طالبان اړ کړل چې د سولې په تړاو فکر وکړي.
راپور زیاته کړې، ډېپلوماټیکو، مذهبي، پوځي او ټولنیزو فشارونو د وضعیت پر بنسټ سټراټيژي ځواکمنه کړه او طالبان یې اړ کړل چې د سولې په تړاو فکر وکړي او تر بحث لاندې یې ونیسي.
دغه راپور داسې مهال وړاندې کېږي چې سپینې ماڼۍ هغه راپورنونه رد کړي چې ګنې له افغانستانه به سرتېري وباسي.