د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو او وروسره مل پلاوي سره کتلي.
د یاد وزارت ویاند ضیا احمد تکل ویلي، په دې کتنه کې دواړو لوريو د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل، همغږۍ او د دوحې پروسې ناستو په تړاو هراړخيز بحثونه کړي.
تکل زیاتوي، کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په سیاسي وضعیت، امنیت، د اقتصادي ثبات په هڅو او راستانه شویو ګډوالو د ښه مدیریت او هغوی سره د لازمو همکاریو په تړاو د اسلامي امارت د مثبتو ګامونو او د نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې کړي.
بل لور ته روزمیري ډیکارلو په افغانستان کې د مثبتو پرمختګونو ستاينه کړې او په ځانګړي ډول یې د راستنیدونکو ملیونونو کډوالو ښه مدیریت او بشري مرستو کې روڼتیا یې ستایلې او له نشهیي توکو سره د مبارزې، د روږدو درملنې او په نورو برخو کې یې د اسلامي امارت مثبت اقدامات د پام وړ بللي.
نوموړې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د دوو کاري ګروپونو (د مخدره توکو سره د مبارزې او د خصوصي سکتور ملاتړ) اړوند د خپلې همکارۍ یادونه هم کړې.