د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړی استازی دکتور داتو احمد عزام د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۱ مه» کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال ډاډ ورکړ،چې هېواد یې له افغانستان سره له بشري مرستو سربېره د ښوونې او روغتیا په برخو کې هم مرسته او همکاري کوي.
عزام زیاتوي:« موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ او مرستو ته ژمن يو. زموږ د هېواد زياتره مرستندویه موسسې به افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخوکې به افغانانو سره مرستې تر سره کړي. مالیزيا تر دې وړاندې هم پنځه ټنه بشري مرستې بهرینو چارو وزارت او د پېښو پر وړاندې د چمتوالي وزارت ته سپارلې وې.»
عزام واک ته اسلامي امارت له رسیدو وروسته دلته د روغتيا او پوهنې سکتور له ننګونو او ستونزو ډک وباله او ژمنه یې وکړه،چې هېواد یې به یې په دغو دوه برخو کې هم له افغانستان سره مرستې وکړي.
هغه زیاته کړه:«موږ غواړو،له افغانانو سره په دوو نورو مهمو برخو کې هم تعاملات ولرو،چې هغه د روغتیا او ښوونې برخې دي. موږ په همدې تړاو د دولتي او خصوصي سکتورونو له بېلابېلو مشرانو سره ناستې او خبرې شوي. غواړو، د روغتیا او ښوونې په برخې پر پښو ودروو.»
د مالیزيا ځانګړي استازي له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې هم د زمینې برابرولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه،چې په دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ واردات او صادرات پيل شي.