د کندهار صنعتکاران وايي، د ژمي او ورښتونو له پیل کېدو سره د کندهار صنعتي پارک ته غځېدلو سړکونو حالت دومره خراب شي چې د دوی ورځني فعالیتونه له خنډ سره مخامخ کړي.
د دوی په خبره، د کندهار صنعتي پارک ته ورغلي سړکونه د ژمي په ورښتونو کې په خټو بدلېږي او له دې سره د بار وړونکو لاریو او نورو موټرو تګ راتګ له جدي ستونزو سره مخ وي.
صنعتکاران د صنعتي پارک سړکونو د ژر او معیاري جوړېدو غوښتنه کوي.
صنعتکار ګل آغا وايي: « زموږ د پارک سړکونه او لارې ډېر خراب دي. په ژمي کې چې لږ باران هم وشي، انسانان څه چې موټر هم نه شي په کې تللی. له امارت غوښتنه کوو چې پارک ته ورغلې لارې جوړې کړي.»
صنعتکار اخترمحمد وايي:« په دې سړک ډېرې خټې جوړېږي او بله دا چې ډېر زیات بیروبار هم لري او په ځانګړې توګه کوچني موټر ورسره ډېر په تکلیف وي. له مشرانو غوښتنه کوو چې دا سړک پوخ کړي.»
د کندهار د صنعتي پارک کارګر احمد جان وايي: « سږ کال ښاروالۍ دومره وکړل چې تر دې کوتل لاندې یې څو موټره خاوره واچوله او دا لښتي یې تېر کړل؛ بل کوم خاص کار یې نه دی کړی. کله چې باران شي، دومره خټې وي چې موټر په کې بندېږي.»
که څه هم سږکال په محدود ډول د کندهار د صنعتي پارک د سړکونو د جوړولو او ښهوالي لپاره کار شوی، خو د صنعت او کانونو خونې د مسوولینو په خبره، دا پارک د هېواد په سوېل کې یو لوی تولیدي مرکز دی او د فابریکو د دوامدار فعالیت لپاره یې د سړکونو بنسټیز او معیاري جوړول یوه جدي اړتیا ده.
د کندهار د صنعت او کانونو خونې رییس سید سروراماني وايي: « اوس هلته کار جریان لري، یوازې د دې لپاره چې موږ د سېل برونو، شېلو او خوړونو مخه ونیسو، ترڅو کارخانو ته داخل نه شي. لس تر پنځه لس ورځې کېږي چې زموږ د خونې او ښاروالۍ په همکارۍ کار پيل شوی، خو غوښتنه دا ده چې باید اساسي کار ترسره شي.»
د دې ولایت صنعتي پارک ته د غځېدلو سړکونو له بد حالت څخه دا شکایت داسې مهال کېږي چې همدا اوس د هېواد په نورو ولایتونو کې د بېلګې په توګه د هرات د صنعتي پارک د سړکونو د بیارغونې کار دوام لري.
دا چې ځايي ادارې د کندهار د صنعتي پارک د سړکونو بنسټیزه بیارغونه کله پیلوي، لا روښانه نه ده.