د چارو شنونکي قطر ته د اسلامي امارت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز سفر خورا مهم بولي او وايي، دا ډول سفرونه د تفاهم فضا رامنځته کوي او ډېر مسایل ورسره حل کېدای شي.
د اسلامي امارت دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، قاري فصیح الدین فطرت په نړیوال دفاعي نندارتون کې د ګډون په موخه دا مهال په دوحه کې دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند وايي، فصېح الدین فطرت د دې نندارتون په څنډه کې د قطر د امیر، د پوځ له لوی درستیز او د یو شمیر نورو هېوادونو له پوځي چارواکو سره لیدلي.
د پوځي چارو شنونکی واحد فقیري قطر ته د لوی درستیز سفر یو مثبت پرمختګ بولي او وايي، دا ډول ناستې د ستونزو په حل کې مرسته کولی شي.
د پوځي چارو کارپوه واحد فقیري وایي: « قطر ته د افغانستان د لوی درستیز سفر یو مثبت انکشاف دی او دا ښه خبره ده چې افغان چارواکي د نورو هېوادونو له چارواکو سره خپل نظرونه شریک کړي، پر مختلفو مسایلو خبرې وکړي او شته ستونزې رفع کړي. زه فکر کوم خبرې کولی شي ډېر مسایل فیصله کړي او عمومي تفاهم رامنځته کړي. دا ډېره مهمه ده چې افغان چارواکي او حکومت له خپلو ګاونډیانو سره په اړیکه کې وي او تل د تفاهم دروازې خلاصې وي.»
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د دې سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د ارجنټاین، سومالیې، اذربایجان او یو شمیر نورو هېوادونو له لوی درستیزانو سره هم لیدلي دي.
دا لومړې ځل نه دی چې د اسلامي امارت پوځي چارواکو ته د دوحې په نړیوال دفاعي نندارتون کې د ګډون بلنه ورکول کیږي بلکې له دې وړاندې هم د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ته په دې نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.
ځینې نور دفاعي شنونکي بیا وايي، افغانستان په سیمه کې شته ننګونو ته په کتو، باید له دې ډول فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او هڅه وکړي چې د اسلحو او نورو پوځي وسایلو له پلوه ځان سمبال کړي.
د پوځي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « افغانستان له یوه داسې هېواد سره ګاونډی دی چې له تېرو ۴۷ کالو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي، تخریبات کوي او د افغانستان د حکومتونو په ضد ډلې جوړوي، ترڅو افغانستان کې د یوه قوي مرکزي حکومت له جوړېدو مخه ونیسي. دا چې اوس د افغانستان د حکومت لوی درستیز قطر ته سفر کوي او ورسره نور نظامیان هم ځي، دا د افغانستان په ګټه دي؛ ځکه هغه وسلې او مهمات چې له امریکا څخه دلته پاتې دي، اوس پرزه جاتو او سروېس ته اړتیا لري او د همدې لپاره ضرورت دی چې افغانستان د قطر په څېر هېواد سره اړیکې ولري.»
د پوځي چارو شنونکي دغه سپارښتنې داسې مهال کوي چې همدا تېر میلادي کال پاکستان څو ځلې د افغانستان ځمکنی او فضايي حریم نقص کړ.
که څه هم د شنونکو په خبره، افغانستان د پاکستان دغو سرغړونو ته غاښ ماتوونکې ځواب ورکړ، خو لازمه ده چې افغانستان یو سمبال وسله وال ځواک ولري، ترڅو هر ډول ګواښ او ننګونو ته په پوره ډاډ ځواب ورکړای شي.