Skip to content
په کوزو کې د امریکا متحده ایالتو پخواني سفیر او امریکايي ډيپلوماټ فلیپ کازنټ ویلي، امریکا ښايي د افغان جنګیالیو او ځانګړو ځواکونو یوه پياوړې ډله جوړه او له ځان سره یې وساتي.
د کازنټ په باور امریکا به له دغو جنګیالیو د اوکراین په څېر هېوادونو کې کار واخلي.
د هغه په باور دا هغه کسان دي،چې په تیرو شلو کلونو کې یې افغانستان کې خطرناکې جګړې کړي،نو ځکه خو امریکا په اوکراین کې دوی ته اړتیا لري.
امریکا له افغانستانه د تخلیې پر مهال زرګونه افغان سرتیري،چې د ځانګړو قطعاتو، کومانډو او صفري قطعاتو غړي ول، له ځان سره واېستل،چې ډېری یې اوس مهال امریکا کې میشت دي.