سعودي عربستان د افغان سولې خبرو کوربتوب کوي.
د سعودي رسنیو د راپور له مخې، عرب چارواکو منلې چې دا ځل به د سولې خبرې په جده ښار کې کېږي.
د راپورونو له مخې ښايي دغه ناسته د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ میاشت کې ترسره شي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د عربستان پادشاه له افغان ولسمشر سره ټېلفوني خبرې وکړې.
د سولې عالي شورا ویاند رسنیو ته ویلي، په غونډه کې به د حکومت او د سولې شورا یو پلاوی ګډون وکړي.