Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

حکومت: له تاجیکستان سره ګډه پوله کې وژل شوي کسان قاچاقبر دي نه ترهګر

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/20

اسلامي امارت د تاجیکستان هغه ادعا رد کړه چې وايي، له افغانستان سره پر پوله يې هغه څلور تنه وسله وال ترهګر وژلي چې غوښتل يې ياد هېواد ته ور واوړي.

تاجیکستاني رسنيو د دې هېواد ملي امنيت کمېټې له قوله راپور ورکړی چې د ياد هېواد د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ اړوند، له افغانستان پر پوله يې دا کسان وژلي دي.

د تاجیکستاني رسنيو په راپورونو کې ويل شوي، دا کسان د افغانستان بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ له دربندک کلي څخه د تاجیکستان خاورې ته ننوتي وو.

ایشیا پلس تاجیکستاني رسنۍ په یوه راپور کې ویلي: « دا پېښه د جنوري میاشتې په ۱۸مه نېټه د شپې شاوخوا ۱۲نيمې بجې د «یول» سرحدي قطعې اړوند سرحدي پوستې په مربوطاتو کې رامنځته شوې چې د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ کې موقعیت لري. د چارواکو په وینا، دغه وسله‌وال د افغانستان بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ له دربندک کلي څخه د تاجیکستان خاورې ته داخل شوي وو.»

د افغانستان حکومت دا خبره نه مني چې ګني د افغانستان له خاورې دې کوم چا د وسله‌والو په توګه تاجیکستان ته د ور اوښتو هڅه کړې وي. د اسلامي امارت وياند وايي، په تېر کې هم د تاجیکستاني ځواکونو او قاچاقبرو ترمنځ نښتې شوې او اوسنۍ هغه هم د دواړو لوريو ترمنځ نښته ده.

ذبيح‌الله مجاهد زياتوي، د افغانستان حکومت د يادې پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « هو، موږ معلومات ترلاسه کړي چې هلته تاجیکستان سره په سرحدي سیمه کې د قاچاقبرو او د هغه هېواد د امنیتي ځواکونو نښته شوې. زموږ تحقیقات روان دي چې دا خلک څوک وو او څه یې قاچاق کول؛ خو دا خبره ښکاره ده چې دوی قاچاقبر وو. له تاجیکستان سره پوله کې کله کله داسې ستونزې پېښېږي او قاچاقبر په کې ښکېل وي. اسلامي امارت هم ګامونه اخیستي او هڅه کوو په دې اړه پلټنې ترسره شي.»

بله خوا، ځينې شنونکي د افغانستان له خاورې د ګواښوونو په اړه ورته ادعاوې بې اساسه بولي او زياتوي، دغه شان ادعاوې د اړيکو پياوړتيا لپاره مناسبې نه دي.

دوی له حکومت هم غواړي چې د ورته پلمو دفع کولو په موخه دې پر ډيورنډ فرضي کرښه او له نورو هېوادونو سره په سرحدونو کې امنيتي تدابیر زيات کړي.

د نظامي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دغو هېوادونو ته د افغانستان هېڅ یوه خبره، حتا که سل په سلو کې ريښتیا هم وي، دوی ته د منلو وړ نه ده بلکې د هرې خبرې لپاره بهانې لټوي او د ځان په ګټه یې کاروي.»

د نظامي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي: « دا د حکومت دنده او مکلفیتونه دي چې د ګاونډیانو د تشویشونو لرې کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. که دوی دا مسوولیت اداء نه کړي، د سیمې او نړۍ له نیوکو سره مخامخ کېږي.»

دا په داسې حال کې چې اسلامي امارت په دوامداره توګه د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د ټولو سرحدونو د امنيت او خونديتوب ډاډ ورکړی، خو وخت ناوخت تاجیکستان ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې ورته خطر متوجه دی او په همدې موخه يې د جمعي امنيت تړون غړیو هېوادونه ته له افغانستان سره د خپلې پولې د تقويه کېدو وړانديزونه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist