د دفاع وزارت لپاره نوی سرپرست وزیر وایي،پوځ د سولې پروسې پوره ملاتړ کوي که څوک سولې ته تیار نه شي نو د سوک په زور به یې حاضر کړي.
سرپرست وزیر اسدا لله خالد چې خپل معرفي ناستې کې خبرې او ژمنې کولې، وویل، نور به په پوځ کې قومي ارزښتونه ځای ونه لري او استعدادونه به لومړیتوب ولري.
خالد ټینګار کړی چې نور به افغان ځواکونو ته په وخت مرستې رسېږي او ټپیانو او شهید شوي ځواکونو کورنیو سره به مرستې کېږي.
له دې سره د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب بیا ویلي چې سوله د حکومت لومړیتوب دی او هر هغه څوک چې د حکومت د تخریب هڅه کوي د دښمن په سترګه به ورته وکتل شي.