Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
Government: Those killed on Shared Border with Tajikistan Were Smugglers, Not Terrorists

اسلامي امارت: تېر کال هېواد ته نیږدې درې میلیونه افغان کډوال راستانه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/20

د اسلامي امارت مرستیال ویاند په روان ژمي کې له ګاونډیو او په تیره بیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو ته په اشارې وايي، چې په تېر یو کال کې کابو درې میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه راستانه کړای شوي دي.

حمدالله فطرت د دې ترڅنګ، چې راستانه شویو کډوالو ته د بشري مرستو د ویش لړۍ په لا چټکولو د ټینګار ترڅنګ وایي، چې اسلامي امارت ژمن دی، ترڅو راستانه شویو کډوالو ته سرپناه او د ژوند نورې اسانتیاوې برابری کړي.

نوموړی وایي: «د دغو ۲۸ لکه مهاجرینو لپاره اسلامي امارت ټولې اسانتیاوې برابرې کړې وې. هغوی ته یې په سرحدونو او فرضې کرښې ته څېرمه مرکزونه او موقت مېشت‌غالي جوړ کړي وو، چې له لارې یې وکولی شو د هغوی د ثبت، تثبیت، راجستر کېدو، لومړنیو صحي خدماتو، غذا او درمل برابر شي. دا ټولې اسانتیاوې هلته په کمپونو کې ورته ارائه شوې وې.»

ښاغلي فطرت دا څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال او هېواد ته راستنې شوې کډالې کورنۍ د پاکستان د پوځي رژیم له ناوړه چلند نه سر ټکوي.

دوی وايي، چې پاکستان پوځ د ناوړه چلند او نورو کړاوونو سربیره د شپې لخوا د افغان کډوالو کورونو ته ورننوځي، دوی نیسي او تر توقیف وروسته یی په اجباري ډول افغانستان ته را استوي.

افغان کډوال همدا راز وایي، چې پاکستاني چارواکي دوی ته دا اجازه هم نه ورکوي، چې د خپل کور وسایل وپلوري. دوی له نړیوالو سازمانونو غواړي، چې په اسلام اباد فشار راوړي، څو له دا ډول چلند نه لاس په سر شي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال سید نقیب‌الله هاشمي وایي: «له تېرو درې ورځو راهیسې د پښتونخوا په قبایلي سیمو او ښارونو کې پاکستاني پوځ د کورونو ورانول پیل کړي. په کمپونو کې یې د څښاک اوبه پرې کړې. ښوونځي یې وتړل او برېښنا یې پرې کړه.»

له پاکستان راستون شوی افغان کډوال؛ سردار بیا وایي: «ظلم یې داسې و، چې موږ ته یې ویل تاسو په کراره ووځئ. نه مو کوټې، ریشکې (چې د ریکشا جمع ده)، موټر سایکل او نور ټول څیزونه یې رانه ضبط کړل. موټر یې هم رانه ظبط کړل. هېڅ شی یې راته پرېنښودل.»

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې UNHCR او د کډالو نړیوالې ادارې IOM په یو ګډ راپور کې، چې د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۶مه نیټه خپور شو، پکې راغلي دي چې یوازې په جنوري میاشت کې د افغان کډوالو په نیولو او زنداني کولو کې اتلس سلنه زیاتوالې راغلې دی.

 له دې سربیره د کډوالو د حقوقو فعالان بیا له ګاونډیو هېوادونو او په تیره بیا په پاکستان کې په خپلسرې توګه د افغان کډوالو نیولو او اجباري ایستلو ته په اشارې وايي، چې له افغانانو سره کیدونکی چلند د کډوالۍ له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

دوی هم د کډوالو له نړیوالو ادارو څخه په اسلام اباد د فشار راوړلو غوښتنه کړې ده، څو د افغانانو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

د کډوالو د حقونو فعال، عبدالرازق عدیل وایي: «د افغان کډوالو ناورین اوس له یوې انساني مسئلې ور هاخوا په یوه پټه سړه جګړه بدله شوې ده.  پاکستان د افغان کډوالو په کارټونو سره له کابل او نړیوالې ټولنې څخه د امتیاز ترلاسه کولو په لټه کې دی. تر هغې، چې افغانستان او ګاونډي هېوادونه په خپلو کې یوې امنیتي هوکړې ته ونه‌رسېږي؛ افغان کډوال به د دغه ناندریو لومړني قربانیان وي. نړیواله ټولنه باید د اندېښنو د شریکولو پر ځای؛ عملي اقدام وکړي او د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره دې نېغ په نېغه له هغوی سره په اړیکه شي.»

د یادونې وړ ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې هم په یو راپور کې لیکلي، چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له یو لک او دیرش زرو نه زیات افغان کډوال د پاکستان د پوځي رژیم لخوا نیول شوي او زنداني شوي دي. 

خپور یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist