Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پوتین: افغانستان کې د سخت درېځو ډلو شتون منځنۍ اسیا ته ورځ تر بلې ګواښ زیاتوي 

Russian President Vladimir Putin attends a meeting with United Russia party fraction leader and member the State Duma's security committee Vladimir Vasiliev at the Kremlin in Moscow, Russia March 22, 2023. Sputnik/Gavriil Grigorov/Pool via REUTERS ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY.

کارپوهان: د روسیې ولسمشر پریکړو په اړه وړاندوینه سخته ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/01

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري د اټومي وسلې د تیارسئ خبرداری، پر نړیوال امنیتي ګواښ بدلیدوونکی دی.

 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي، چې د پوتین تېرو پرېکړو او کارونو ته په کتو،د هغه د راتلونکو تحرکاتو په اړه وړاندوینه ګرانه ده.

دوی وايي،  د پوتین وروستی ګواښ باید بابیزه و نه ګڼل شي.

د سیاسي چارو شنونکی  طارق فرهادي وايي:« د پوتین د راتلونکو حرکاتو وړاندینه سخته ده. دا له ناټو او امریکا پورې اړه لري،چې څومره فشار پرې راوړي او دغه فشار څه ډول حس کوي او څه غبرګون ورته ښي

.اوس چې یې د اټومي وسلې د تیارسئ خبره کړې ده، دا خبره جدي ده،خو دغه خبره تر ډېره امریکا او اروپا ته متوجه ده او خطرونه یې درېیمې نړۍ ته متوجه نه دي، نو اوس دې مسایلو ته ډېر وخت شته دی.

یو شمېر نور بیا وايي،  د دغې خبرداري او ګواښ اغیز پر سیمه او په ځانګړې توګه د افغانستان په څیر د دریېمې نړۍ پر یوه هېواد څومره دی، اوس مهال دا لرې خبره ده.

دوی وايي،  لویدیځ او ناټو، پوتین دې ته اړ کړی،چې د اټومي وسلې د تیارسئ تر ګواښ ورسیږي او وايي،چې روسیه نه وي، ټوله نړۍ دې نه وي.

د سیاسي چارو شنونکی یحیی چاووش وايي:« اوس مهال چې د اوکراین او روسیې ترمنځ کومه جګړه دوام لري، اروپايي هېوادونه لکه انګلستان په دې اور کې تیل اچوي. اوس روسیه ځان داسې ګڼي،چې راتلونکي کې ښايي هېڅ روسیه نه وي نو پوتین وویل،چې روسیه نه وي،نو ټوله نړۍ دې نه اوسي.»

اخوا ځینې نور بیا په دې نظر دي،چې دا ډول ګواښونه د دوه زبرځواکو هېوادونو یا دوه بلاکونو زور ښودنه ده او افغانستان ته به یې له زیانونو لیرې وي.

د سیاسي چارو شنونکی  نوراحمد خالدي وايي:« نو دا  د پوتین خبرې، د اټومي راکټونو په اړه غرب ته او ناټو ته  یو خبرداری دی او ګواښ نه دی، چې موږ دا قدرت لرو،چې ټول غرب او امریکا له منځه یوسو. امریکا اوس له افغانستان وتلې، نو روسیه دا حق نه لري،چې افغانستان په نښه کړي.»

مسکو داسې مهال د لویدیځو پر وړاندې د اټومي وسلې د تیارسئ غږ کړی دی،چې له کییف سره یې کړکېچ تر دې دمه روښانه شوی نه دی او دغه غږ نړیوالو ته د سړې او دریېمې نړیوالې جګړې اندیښنې پیدا کړې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist