د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل،چې له دوحې د افغانستان په اړه خپلې چارې پر مخ وړي، په کابل او نږدې ولایتونو کې د اسلامي امارت د کور په کور پیل شویو عملیاتو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
پوتزل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د کورونو د تلاشۍ پر مهال ګڼ عام خلک اغېزمن کېږي، چې په دوی کې د نړیوالو موسسو کارکوونکي هم شامل دي.
له دې مخکې د اروپايي ټولنې سفیر هم د کورونو په تلاشیو نیوکه کړې وه او په وینا یې د خلکو وېرول او له هغوی سره تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی.
خو د افغانستان اسلامي امارت په کابل او نږدې ولایتونو کې روان عملیات له لاسته راوړنو ډک بولي او وایي، تر دې دمه یې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې، انسان تښتوونکي او د داعش ډلې غړي نیولي دي.