Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان او پاکستاني چارواکو په تورخم ښارګوټي ګډه ناسته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/01

د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۹ مه»  افغان او پاکستاني چارواکو ګډه ناسته کړې. 

په ناسته کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په ګډون یو شمیر نورو پاکستاني چارواکو او لوړ  پوړو افغان مسوولینو ګډون کړی و.

دغه  ناسته کې پاکستاني لوري له  افغان چارواکو سره د مرستو او همکاریو ژمنه وکړه.

د تورخم کمیسار شمشاد ته وویل، په یاده ناسته کې پاکستاني لوري له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې ژمنه وکړه.

کمېسار همدا راز زیاته کړې،چې په ناسته کې د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو په دوام او همکاریو ټینګار وشو او افغان لوري له پاکستاني پلاوي غوښتنه وکړه،چې پر کړو ژمنو عمل وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفیر وروسته له هغې تورخم ښارګوټي ته په سفر تللی،چې وړمه  شپه یې په جلال اباد ښار کې د صنعت او سوداګرۍ خونې له مسولینو او ګڼو ولسي خلکو سره کتلي دي.

پاکستان داسې مهال له افغانستان سره د ۵۰ زرو ټنو غنمو مرستې ژمنه کوي،چې له کابو پنځه میاشتو راهیسې یې له خپلې خاورې د هند مرسته شوي غنمو لیږد ته اجازه نه ورکوله،خو دوه ورځې وړاندې د هند له خوا د مرسته شویو ۵۰ زرو ټنو غنمو لومړۍ جوپه په تورخم کې افغان مسولینو ته تسلیم شوه ،چې  د افغانانو له تود هر کلي سره مخ شوه.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026
تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول
افغانستان

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 16, 2026
د ناروې ولسي مرستو سازمان: امریکا را ته د افغانستان په ګډون ۱۲ هېوادونو کې د فعالیت درولو امر کړی
افغانستان

اوچا: روان کال افغانستان کې ماینونو ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

جولای 15, 2026
افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې
افغانستان

افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې

جولای 15, 2026
ماهرنګ: یو شمېر پخواني افغان سرتېري د بلوڅانو ځپلو کې د پاکستاني پوځ ملتیا کوي
افغانستان

ماهرنګ: یو شمېر پخواني افغان سرتېري د بلوڅانو ځپلو کې د پاکستاني پوځ ملتیا کوي

جولای 15, 2026

وروستي خبرونه

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026
تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 16, 2026
افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

جولای 15, 2026
افغانستان، روسیې او قزاقستان د سلګونه میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان، روسیې او قزاقستان د سلګونه میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

جولای 15, 2026
د ناروې ولسي مرستو سازمان: امریکا را ته د افغانستان په ګډون ۱۲ هېوادونو کې د فعالیت درولو امر کړی

اوچا: روان کال افغانستان کې ماینونو ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

جولای 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist