سپينه ماڼۍ وايي، تراوسه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پينټاګون ته د سرتېرو د ایستلو امر نه دی ورکړی.
تر دې وړاندې د سپينې ماڼۍ له ادرس څخه داسې راپورونه خپاره شوي و چې امریکایي سرتېري به په افغانستان کې له نیمایي هم کم شي.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان هم ویلي، چې تراوسه د سرتېرو د ایستلو په تړاو ورته څه نه دي ویل شو.
د امریکایي عسکر د وتلو راپورونه وروسته له هغې خپاره شول چې په ابوظبۍ کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سرتېرو ایستلو باندې بحث شوی و.