Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابل امنیه قومانداني: د کور په کور پلټنې عملیات بریالي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/28

په کابل ښار او نږدې ولایتونو کې د اسلامي امارت له لوري د وسلو ټولولو،غلو او اختطافګرو د نیولو عملیات څلورمې ورځې ته هم وغځیدل.

امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ  وايي، دا مهال هم د کابل یولسمه،څلورمه، نهمه او درېیمه حوزه کې عملیات دوام لري او له لاسته راوړنو ډک دي.

ځدراڼ وايي،  د پلټنو پرمهال ګڼ شمیر وسلې او زرهې موټر نیول شوي دي.

ځدراڼ زیاتوي:« د کابل یولسمه،څلورمه، نهمه او درېیمه حوزه کې پلټنې روانې دي، تر اوسه پورې په کومه حوزه کي عملیات نه دي بشپړ شوي.» 

ځدراڼ  وايي، په پیل شویو عملیاتو کې یو شمیر تورن کسان هم نیول شوي او تر پلټنو لاندې دي.

ځدراڼ په کابل ښار کې د پیل شویو عملیاتو د بشپړیدو د وخت په تړاو څه نه وايي،چې کله بشپړیږي.

 هغه زیاته کړه:« په ځینو سیمو کي یو شمیر کسان نیول شوي،خو مالومه نه ده، چي څوک دي. ګن شمیر وسلې هم نیول شوي.»

کور په کور د پلټنې عملیات له غبرګونو او هرکلي سره مخ دي.

یو شمېر ښاریان له دې اقدامه هرکلی کوي،خو ځينې وړاندیز کوي،چې دغه عملیات دې د استخباراتي مالوماتو پر اساس مخکې ولاړ شي.

صنعت کار سخي پیمان وايي:«عملیات ښه دي، مثبت اقدام دی. د امنیت لپاره خو ډېر وخت کیږي، په کورونو باندې عملیات نه دي شوي ،خلکو سره تشویش پیدا کیږي. باید عملیات د استخباراتي مالوماتو پربنسټ ترسره شي.» 

د کابل او یو شمیر ولایتونو کي پیل شوي عملیات مالوم نه دي،چي کله به بشپړ شي،خو اسلامي امارت خلکو ته ډاډ ورکړی،چې دغه عملیات یې د دوی ډاډمن امنیت لپاره پیل  کړي او هغه کسان به نیسي،چې د خلکو امنیت ګواښي.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026
تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول
افغانستان

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 16, 2026
د ناروې ولسي مرستو سازمان: امریکا را ته د افغانستان په ګډون ۱۲ هېوادونو کې د فعالیت درولو امر کړی
افغانستان

اوچا: روان کال افغانستان کې ماینونو ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

جولای 15, 2026
افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې
افغانستان

افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې

جولای 15, 2026
ماهرنګ: یو شمېر پخواني افغان سرتېري د بلوڅانو ځپلو کې د پاکستاني پوځ ملتیا کوي
افغانستان

ماهرنګ: یو شمېر پخواني افغان سرتېري د بلوڅانو ځپلو کې د پاکستاني پوځ ملتیا کوي

جولای 15, 2026

وروستي خبرونه

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026
تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 16, 2026
افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

جولای 15, 2026
افغانستان، روسیې او قزاقستان د سلګونه میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان، روسیې او قزاقستان د سلګونه میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

جولای 15, 2026
د ناروې ولسي مرستو سازمان: امریکا را ته د افغانستان په ګډون ۱۲ هېوادونو کې د فعالیت درولو امر کړی

اوچا: روان کال افغانستان کې ماینونو ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

جولای 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist