په بریټانیا کې میشتو افغانانو د یکشبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۸ مه» هلته د امریکا متحده ایالتو سفارت مخې ته لاریون کړی او د افغانستان د پانګې په اړه یې د ولسمشر جوبایډن وروستۍ پرېکړه غندلې ده.
لاریون کوونکو د جوبایډن هغه پرېکړه غیرقانوني او بې عدالتي یاده کړه،چې د افغانستان د پانګې یوه برخه دې د سیپټمبر د یوولسمې پېښې قربانیانو ته ورکول کېږي.
د لاریون کوونکو په خبره هغه پیسې،چې افغانانو ته هم ورکول کیږي، په داسې ډول دي،چې ګټه یې د افغانانو پرځای بېرته بهرنیانو ته رسېږي.
د افغانستان د پانګې په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستی فرمان، چې له مخې یې په امریکا کې د افغانستان له اووه میلیارده کنګل شتمنۍ نیمایي د سیپټمبر یوولسمې پیښې قربانیانو ته ورکول کیږي،له افغانانو سربېره ګڼو هېوادونو او بشري حقونو سازمانونو له لورې غندل شوې.
له امریکا غوښتنه شوې،چې په شوې پرېکړه دې له سره غور وکړي او د افغانستان شتمني دې افغانانو ته وسپاري.