له یوې خوا ژمی او سړه هوا، له بلې خوا د خلکو کمزری اقتصاد او ترڅنګ یې د خوراکي توکو لوړې بیې؛ هغه څه دي چې په غور ولایت کې یې د خلکو ژوند ستونزمن کړی.
د دې ولایت اوسېدونکي وایي، د ژمي په موسم کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او دوی یې د رانیولو وس نه لري. د دوی په خبره، چارواکي باید په بازارونو څار زیات او بیې کنټرول کړي.
د غور اوسېدونکی بشیر محمدي وايي: « له اسلامي حکومت هیله لرو چې غور ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ځکه غور سوړ ولایت دی او په ژمي کې شدید ورښتونه لري، له کابل، هرات او نورو ولایتونو سره یې لارې بندېږي. د لارو بندېدو له امله خوراکي توکي نه را رسېږي او بیې یې لوړې ځي.»
د غور اوسېدونکی عبدالطیف شهریار وايي: « له بده بخته یو ځل بیا د ژمي په موسم کې ځینې توکي ګران شوي او خلک یې نه شي اخستلی. له اسلامي امارت هیله لرو د نرخونو لوړېدو ته پاملرنه وکړي.»
بله خوا، دوکانداران وایي، د ژمي موسم کې غور ولایت ته غځېدلو لارو خرابوالي او بندېدو له امله د خوراکي توکو لېږد ستونزمن کېږي او د توکو پر ټرانسپورټ زیات لګښت راځي او له دې امله یې بیه لوړېږي چې په خپل وخت بازار ته نه رسیږي.
هټۍوال خان محمد رحیمي وايي: « د نورو کالونو په پرتله سږ کال نرخونه ډېر لوړ شوي. د مثال په توګه، نورو کالونو کې مو یوه بوجۍ وریجې په ۱۵۰۰ افغانۍ اخیستې، خو سږ ژمی په ۲۰۰۰ دي. لامل دا دی چې د غور خلک سړک نه لري او په ژمي کې یې لارې بندېږی.»
هټۍوا لطیف ملکزاده وايي: « پنځه کاله کېږي چې زه غور کې دوکانداري کوم، خو سږ کال وضعیت خراب دی.»
هټۍوال نورجان وايي: « سږ کال د نورو کالونو په پرتله بیو کې توپير راغلی. په ژمي کې زموږ سړکونه بندېږي او کرایه لوړېږي. موږ د پاملرنې غوښتنه کوو.»
غور ولایت ته تر ډېره د اړتیا وړ لومړني خوراکي توکي له هرات او کابل ولایتونو لېږدول کېږي.
ځایي مسوولین د لارو خرابوالي له امله د توکو بیو لوړېدل مني، خو ټینګار کوي چې پر بازارونو بشپړ کنټرول لري او هېچاته په خپل سري ډول د بیو لوړولو اجازه نه ورکوي.
د غور صنعت او سوداګرۍ رییس عبدالستار موفق وايي: « طبیعي خبره ده چې د لارو له بندېدو وروسته د ځينو توکو په بیو کې تغییرات راځي، خو بازارونه زموږ تر کنټرول او څارنې لاندې دي. له سرغړوونکو سره به د قانون له مخې چلن وشي او د خلکو اندېښنې به لرې شي.»
غور د هېواد په کچه یو له هغو غرنیو ولایتونو دی چې په کې خلک له بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو کړېږي.
د دې ولایت اوسېدونکو په خبره، اړتیا ده چې په کې د خلکو لپاره د کاري زمینې برابرولو برخه کې جدي اقدامات وشي.