Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني پوځيانو په زور له تيرا درې د ځايي اوسېدونکو ايستلو لړۍ پيل کړه

پاکستاني پوځيانو په زور له تيرا درې د ځايي اوسېدونکو ايستلو لړۍ پيل کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/13

د خيبر ايجنسۍ له تيرا درې څه باندې ۱۰۰زره اوسېدونکي د پاکستان پوځ له خوا په سړې هوا او نامعلوم  برخليک کې له خپلو کورونو ايستل کېږي.

ځايي اوسېدونکي او د حقونو مدافعان دا کار جبر ګڼي او زياتوي چې د پاکستان پوځ تل په قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې د وسله‌والو ضد عملياتو په پلمه د عامو خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي.

دوی وايي، د پاکستان پوځ ورسره په نورو سيمو کې د لنډمهالې مېشتېدنې او خپلو مېنو ته د بېرته راستنېدلو پرمهال د اړينو اسانتياوو برابرولو ژمنه نه ده کړې او اټکل کوي چې له همدې امله ښايي زرګونه ځايي کورنۍ له ناوړه بشري وضعيت سره مخ شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د فرهنګي کميټې غړی مقيب خيبر وايي: « زموږ د تیرا ولسونه، ښځې، ماشومان او سپین ږیري په دې ساړه ژمي، ورښتونو او تروږمۍ کې د سړک پر سر شپې تېروي. دومره بد حالت دی چې د میندو په غږ کې کوچني ماشومان له سړې هوا مړه شول. هلته نه سرپناه شته، نه خوراکي توکي، نه درمل او نور امکانات. دلته د انصاف ادارې یرغمل دي او یوازې د عاصم منیر قانون چلېږي. پښتون ژغورنې غورځنګ مخکې هم ښکاره کړې او بیا هم په ډاګه وايي چې د دې ظلم پر وړاندې به درېږي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ پوخ باور لري چې د پاکستان پوځ په خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د وسله‌والو خلاف د پوځي عملياتو په پلمه يوازې عام پښتانه هدف ګرځوي او د کورونو، جوماتونو په شمول يې بازارونه، روغتيايي مرکزونه او نور عامه خدماتي ادارې پر کنډوالو بدلوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی شېراز مومند وايي: « موږ دا پوښتنه کوو چې وخت وړاندې هم په دې سیمه کې نظامي عملیات شوي او د پاکستان پوځ له خوا دا وینا جاري شوې چې موږ د ترهګرو ملا ماته کړه او له دې سیمې مو و ایستل. اوس دا ترهګر دې سیمې ته له کومه  راغلل، څنګه یې دلته کمپونه جوړل کړل او آباد شول؟ دا ټولو ته معلومه ده چې سیمه کې د پوځ او د دې خلکو کمپونه چېرته دي.»

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، په تيرا کې د دوه مياشتنيو پوځي عملياتو په موخه له يادې درې د خلکو په زور بې‌ځايه کولو بهير ‌د جنوري په ۹مه پيل شوی او د همدې مياشتې تر ۲۵مې به دوام ولري.

له دې سره هم‌مهاله، د شمالي وزيرستان په سپين وام او دته خېلو کې د پاکستان پوځ پر عامو خلکو بمبار کړی او په پايله کې يې ۵ ځايي اوسېدونکي وژل شوي دي.

پر خواله رسنیو د خپرو شويو انځورونو له مخې، په وژل شويو کې ماشومان هم شامل دي.

شنونکي د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې پر بشر ضد جنايتونو تورنوي او زياتوي، د دې کار موخه يې له عدالت او حق غوښتنې د ځايي خلکو لرې ساتل دي.

د سياسي چارو شنونکی عبدالواحد فقيري وايي: « ترهغو چې پاکستان دا ونه مني چې ستونزه یې داخلي ریښه لري او باید په اړه یې له پښتنو او بلوڅانو سره ملي ډیالوګ ته کېني، زه فکر کوم د پاکستان وضعیت به نور هم خراب شي.»

د دې ترڅنګ د پاکستان پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د جنوري په نهمه يې له امريکايي پوځيانو سره د ۱۳مې دورې ګډ پوځي تمرینات پیل کړي. په اعلاميه کې ويل شوي، د دې تمرينونو موخه د پاکستاني پوځيانو مسلکي او تخنيکي روزنه او دغه راز په پېچلو عملياتو کې د مهارتونو لوړول ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist