Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: روان کال سلګونه زره معلولینو ته مالي امتیازونه ورکړل شوي

چارواکي: روان کال سلګونه زره معلولینو ته مالي امتیازونه ورکړل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/13

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، د روان ۱۴۰۴ هجرې لمریز کال بودیجه يې په پوره شفافیت مصرف کړې او د راتلونکي کال بودیجه یې هم د سلامي امارت مشرتابه ته وړاندې کړې او منظورۍ ته یې په تمه دي.

د دې وزارت مالي او اداري معین شمشاد ته وایي، د روان کال لپاره ورته ۱۲.۵میلیارده افغانۍ بودیجه منظوره شوې وه چې په کابل او ولایتونو کې یې په بېوزله معلولینو وېشلې ده.

د شهېدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري معین کلیم الله افغان وايي: « د شهیدانو او معلولینو وزارت ته له ملي بودیجې څخه ۱۲ میلیارده افغانۍ تخصیص ورکړل شوی و. د روان کال له پیله تر اوسه ۱۱ میلیارده او ۶۵۰ میلیونه افغانۍ په مرکز او لایتونو کې اړمنو ته وېشل شوې دي.»

چارواکي وايي، په هېواد کې تېرو لسیزو جګړو له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره کسان وژل شوي او سلګونه زره نورو یې د خپل وجود ځینې غړي له لاسه ورکړي او اوس د معلولیت په حالت کې ژوند کوي.

دوی وایي، معلولینو ته د مالي امتیازاتو یا حقوقو د ورکړې په لړ کې د تېر حکومت مامورینو ته هم په منظم ډول پیسي ورکول کېږي او هېځ توپيري چلن ورسره نه کېږي.

کلیم الله افغان په دې اړه وايي: « ولې به نه وي شامل، دا بې تبعیضه، بې پرې او بې توپيره کیسه ده. لکه څرنګه چې د اسلامي امارت معلول مستحق دی، دا نور معلولان هم حق لري، محتاج دي او اړتیاوې لري. له موږ سره ټول معلولان بېله کوم توپير ثبت دي.»

د افغان په خبره، معلولانو ته له نړیوالو موسسو هم مرستې جذب شوې دي او ډېری کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.

په یوه پښه او لاس معلول صالح محمد وايي، د حکومت له خوا څه ناڅه پیسي ورکول کېږي، خو بسنه نه کوي.

نوموړی یوازې معلول نه دی بلکې د فقر او بې ‌وسۍ ترڅنګ يې د وجود نیمايي برخه فلج ده او د کورنۍ د پاللو دروند بار یې پر اوږو پروت دی.

معیوب صالح محمد وايي: « د اسلامي امارت د حکومت په راتګ سره زموږ معاشونه راکول کېږي، خو ډېر یې کم کړي او ناچیز څه راکول کېږي. د ځینو معاشونه له ۵ زرو څخه ۳ زرو ته ښکته شوي چې په هېڅ صورت کافي نه دي. زه ۵ اولادونه لرم او کرايي کور کې اوسېږم، بس د خدای په هیله او امېد ناست یم.»

حکومت ډاډ ورکوي چې د معلولانو حقوق به د تل په څېر په وخت او شفاف ډول ورکول کېږي او هېچاته به اجازه ورنه کړي چې په دې پروسه کې درغلي وکړي.

د مسوولانو په خبره، یادې پیسي له کورنیو عوایدو ورکول کېږي او هېڅ هېواد په دې برخه کې له حکومت سره مرسته نه ده کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist