Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان کډوال ایران کې د بد وضعیت د دوام له امله شکایت کوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان: ۸۹ سلنه راستانه شوي کډوال بې روزګاره دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/13

د کډوالۍ نړیوال سازما(آی‌او‌اېم) وايي، په تېر میلادي کال کې له نیمايي زیات راستانه شوي افغان کډوال د هویت اسناد نه لري چې له امله يې دوی له دولتي خدماتو، بانکدارۍ، زده کړو او کارموندنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دغه سازمان وايي، په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۲.۴ میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي چې د کډوالۍ سازمان د راپور له مخې، له هرو څلورو راستنو شویو کډوالو یو تن مناسبه سرپناه نه لري.

سازمان په خپل راپور کې دغه راز لیکلي، د راستنو شویو کډوالو ډېره برخه په جبري ډول له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان زیاته کړې: « له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۲.۴ میلیونه راستانه شوي افغان کډوال د بې کارۍ، نا مناسبې سرپناه او اړینو خدماتو ته د محدود لاسرسي په څېر له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. له راستنو شویو کډوالو څخه یوازې۱۱ سلنه يي کار کوي او پاتې نور یې بې کاره دي.»

له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو په جبري ډول د راستنولو بهیر دوام لري او دا لړۍ په وروستیو کې لا چټکه شوې.  

پاکستان مېشت افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له چلن شکایت کوي او له اسلامي امارت غواړي چې پاکستان سره خبرې وکړي، ترڅو د دوی ستونزو او ننګونو ته پاملرنه وکړي.

افغان کډوال ملک مجاهد شینواری وايي: « موږ د افغانستان له حکومت غواړو چې د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي او د کډوالو لپاره دومره وخت واخلي چې هغوی خپل کاروبار راټول کړي؛ ځکه چې افغان مهاجرو دلته ۴۶ کاله عمر کړی او د دومره وخت کاروبار په یوه میاشت کې نه شي راټولېدای.»   

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بیا وایي، په تېر یوه کال کې له ګاونډیو هېوادونو  ۲.۸ میلیونه افغانان په زور او جبري ډول را ایستل شوي. حمدالله فطرت زیاتوي، په دغو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره کېدونکی چلن د کډوالو د نړیوالو منل شویو اصولو او د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل دی.

اسلامي امارت په دغو هېوادونو کې له افغانانو سره د کېدونکي بد او ناوړه چلن د بندولو غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « له هېوادونو څخه مو غوښتنه دا ده چې د کډوالۍ او مهاجرت اصول په نړیواله کچه موجود دي او د ګاونډیتوب اصول او حقوق هم شته. له دوی غوښتنه کوو چې افغان مهاجر په داسې بڼه ونه باسي چې وهل کېږي، ځورول کېږي او شتمنۍ یې لوټل کېږي. په تېرو دوو کالو کې له میلیونونه را ایستل شویو افغانانو سره ډېر غیر انساني او غیر اسلامي چلن شوی او دا له ټولو نړیوالو، اسلامي او ګاونډیتوب اصولو خلاف کار دی.»

بله خوا، د کډوالو د حقونو فعالان هم په ځانګړي ډول پاکستان کې له افغان کډوالو سره کېدونکي چلن او په جبري ډول یې ایستل، د ټولو نړیوالو میثاقونو خلاف ګڼي.

د کډوالو حقونو مدافع علي رضا کریمي وايي: « د بښنې نړیوال سازمان له دولتونو غواړي چې خپلو نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او د کډوالو له ژوند او انساني کرامت څخه ساتنه وکړي.»  

د کډوالو ستونزو د حل عالي کمیسیون له راستنو شویو کورنیو سره د بېړنیو مرستو او خپلو ولایتونو ته د لېږدولو خبره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان لومړي وزیر ته په یوه پرانستي  لیک کې غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو، له نیولو، ځورولو او په زور ایستلو لاس واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist