د امریکا متحده ایالتو خزانې وزارت د افغانستان بانکي او مالیي حسابونو اسانتیاوو لپاره شلمه ګڼه جواز صادر کړ.
د دې جواز له مخې د افغانستان سوداګر کولای شي، د بهرنیو هېوادونو بانکونو ته پیسې واستوي او یا هم له بهرنیو بانکونو سره بانکي معاملې تر سره کړي.
خزانې وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،د نوي جواز له مخې، مالي بنسټونه، نا دولتي موسسې،نړيوال بنسټونه او د خصوصي سکتور شرکتونه کولاى شي،په پراخو سوداګريزو راکړو ورکړو او فعاليتونو کې برخه واخلي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي،دغه شرکتونه او بنسټونه باید د امریکا له بندیزونو سره سم عمل وکړي.
د خزانې وزارت ویلي، شرکتونه او ادارې د اسلامي امارت له حکومت سره سوداګرۍ کولی شي، خو زیاتوي،چې د اسلامي امارت پروړاندې بندیزونه په خپل ځای پاتې دي.
دا جواز د خصوصي شرکتونو او مرستندویه موسسو فعالیتونه اسانه کوي چې د دولتي ادارو سره کار کوي
د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره به له افغانانو همکارۍ ته دوام ورکړي.
اخوا د افغانستان بانک بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امریکا متحدو ایالتونو د خزانې وزارت له دې جوازه هرکلی کړی دی.