افغانستان کې د ځواکونو شتون د امریکا ملي ګټو لپاره اړینه ده.
د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې جګړه به تر هغې دوام وکړي چې د سولې هوکړې ته ورسېږي.
مېلر ویلي چې روانه جګړه ګټونکی نه لري.
مېلر ویلي، اوسمهال نه افغان حکومت او نه هم طالبان جګړه ګټلی شي.
له دې سره د امریکا سفیر جان باس ویلي چې سولې ته یې له پخوا تمه زیاته شوې او تمه لري چې په افغانستان کې به سوله ټینګ شي.