Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان غالیو نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

افغان غالیو نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/12

د ترکيې په استانبول ښار کې د دوموټيکس په نوم د غاليو نړيوال نندارتون هر کال جوړېږي او په کې د ډيزاين له پلوه غوره غالۍ انتخابېږي.

دا ځل دا دوه ورځنی نندارتون د روان ۲۰۲۶ کال د جمعې او شنبې په ورځو(د جنوري ۹ او ۱۰) ترسره شو چې د يوه افغاني شرکت په نوښت ډيزاين شویو افغاني بافت غاليو په کې د کلاسيک ډيزاين له پلوه لومړی مقام خپل کړ.

د دومو ټيکس په نندارتونو کې د افغاني غاليو شپږو توليدوونکو شرکتونو په شمول د ۱۹ هېوادونو لسګونه شرکتونو په خپل نوښت ډيزاين کړې غالۍ نندارې ته اېښې وې.

د غالیو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديې رییس عبدالله قل وايي: « دا په استانبول کې یو نړیوال نندارتون و او هر کال جوړېږي. زموږ یوه شرکت چې په دې کې یې ګډون درلود، د غوره ډیزاین جایزه یې ترلاسه کړه.»

حکومت هم د کيفيت او ډيزاين له پلوه افغاني غالۍ له نړيوال شهرت برخمنې ګڼي او زياتوي، په تېر ۲۰۲۵ کال کې ګڼو هېوادونو ته د څه باندې ۱۸ ميليون ډالرو په ارزښت وطني غالۍ صادرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « په ۲۰۲۵ کال د غالیو او ټغرو صادرات ترکیې، پاکستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، چین، ازبېکستان، ایټالیا، هالنډ، جرمني، قزاقستان، هند او نورو هېوادونه ته شوي. ټولټال ۳ زره ۳۱۸ ټنه غالۍ د شاوخوا ۱۸ میلیون ډالرو په ارزښت صادرې شوې دي.»      

د اقتصادي چارو شنونکي هم ورته نندارتونونه افغاني محصولاتونو ته په بهر کې د بازار موندنې لپاره مهم بولي او ټينګار کوي چې حکومت دې په يادو نندارتونونو کې کورنيو شرکتونو ته د ګډون زمينې په برابرولو سره، افغاني توکو ته د بازارموندنې هڅې جدي کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « اوس چې زموږ هېواد زموږ صادرات په خپل نوم نورو هېوادونو ته استوي، دا به په نړیوالو مارکېټونو کې ډېر زیات مشتریان او نوم پيدا کړي. همدارنګه، په نړیوالو نندارتونو کې به په ځانګړې توګه د افغانستان غالیو ته ډېره پاملرنه وشي.»

د ترکيې په کوربه ‌توب په دومو ټيکس نندارتونو کې اېښودل شوې وطني غالۍ د يوه کورني شرکت په نوښت ډيزاين او جوزجان کې اوبدل شوې دي.

وطني غالۍ بهر ته افغاني صادراتو مهم برخه ده چې د کيفيت او ډيزاين له پلوه د نړيوال شهرت ترڅنګ، ډېر پېرودونکي هم لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist