Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتونخوا کې د تازه مېوو بازارونه په ټپه درېدلي او زرګونه کسان بې روزګاره شوي

پښتونخوا کې د تازه مېوو بازارونه په ټپه درېدلي او زرګونه کسان بې روزګاره شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/12

د خیبرپښتونخوا په پلازمېنه پېښور کې لنګر ته ورته د مېوو د یوه مشهور بازار انځورونه ښيي چې درې میاشتې وړاندې په کې زرګونه کسان په کار بوخت وو، خو اوس دا له شوره ډک بازار د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامو پالیسو له کبله داسې غلی شوی چې د یوې ماتې پاکستانۍ روپۍ ټنګ هم په کې هم نه اورېدل کېږي.

د اقتصادي چارو څارونکي هم دا حالت سخت د اندېښنې وړ بولي او وایي، افغانستان سره د لارو له تړل کېدو سره لسګونه زره کسان بې‌روزګاره شوي او د ژوند واګي یې بایللې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی حق‌نواز وايي: « دلته ډېر خلک وزګاره شول، په دې کې ټرانسپورټران، سوداګر، بزګران، کارګران او موټر چلوونکي شامل دي. حتا که موږ د پنجاب کارخونو ته وګورو، هغه مالونه چې افغانستان او یا منځنۍ آسیا ته تلل، اوس نه ځي او کارخونې هم کار نه کوي. د پښتونخوا خلک وايي، د افغانستان لارې زموږ لپاره د خدای تحفه وه او له دې پرته موږ هېڅ ډول روزګار نه لرو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وايي، د تېرو دوو کلونو پرتلیز ارقام ښيي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه کمه شوې.

دې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په ۲۰۲۴ کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۲.۴۶۱ میلیارد ډالرو ته رسېده، خو په تېر (۲۰۲۵) کال کې دا کچه ۱.۷۶۶ میلیارد ډالرو ته راکښته شوې.

د دغو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د ټیټېدو تر ټولو لوی لامل پر ډیورنډ فرضي کرښه د تګ راتګ او سوداګريزو لارو تړل کېدل ښودل شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي: « افغانستان په ۲۰۲۴ زېږدیز کال پاکستان ته د ۸۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او برعکس د ۱ اعشاریه ۶۴۴ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات درلودل، خو تېر کال د افغانستان صادارت ۵۰۵ میلیون او واردات ۱ اعشاریه ۲۶۱ میلیارد ډالرو ته راکم شوي دي.»

له دې یوه ورځ وړاندې، پاکستاني رسنیو د رسمي شمېرو په حواله ویلي و چې د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمايي کې د دې هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۴ کال د همدې مودې په پرتله ۵۳ سلنه غورځېدلې ده.

دې نېشن پاکستانۍ ورځپاڼې تېره ورځ د رسمي سرچینو په حواله خپاره کړي رپوټ کې ویلي و چې د ۲۰۲۴ کال دویمه نیمايي کې د دې هېواد او افغانستان ترمنځ راکړه ورکړه ۱.۲۶میلیارد ډالرو ته رسېده، خو په ۲۰۲۵ کال کې ۵۹۴ میلیون ډالرو ته راکښته شوې.

ازاد خبريالان هم د دې کمښت لامل پر ډیورنډ فرضي کرښه د سوداګرۍ او تګ راتګ لارو تړل کېدل بللي‌.

ازاد خبریال طاهر خان وايي: « له تجارت سره د سیاسي مسایلو تړل یو غیر منطقي فکر دی. دا سمه ده چې ستونزې شته او امنیت خراب دی او هېوادونه پر امنیتي مسایلو جوړجاړی هم نه کوي، خو تجارت باید اغېزمن نه شي. موږ داسې ډېر مثالونه لرو چې هېوادونه له یوبل سره اختلافونه او لانجې لري، خو تجارت یې روان دی.»

د اقتصادي چارو څارونکي او سوداګر بیا وایي، له کلونو راهیسې افغانستان او له دې لارې منځني اسیا هېوادونه د پاکستان سوداګرو او سوداګرۍ لپاره خورا لوی او مهم بازارونه وو. د دوی په خبره یې، د لارو له تړل کېدو سره د دې هېواد لوی شمېر سوداګریزې چارې ټکنۍ شوې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « افغانستان  د پاکستاني توکو لپاره لوی بازار دی او دغه راز دوی د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته سوداګري کوله، خو کله چې لارې بندې شوې، پاکستان تر ټولو زیات زیان ولید.»

پاکستان د تېر ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په ۱۱مه له افغانستان سره له نښتو وروسته پر ډیورنډ فرضي کرښه د تګ راتګ ټولې لارې وتړلې.

له دې سره د کرښې دواړو غاړو ته پر سوداګریزو توکو سلګونه بار موټر ایسار پاتې شول او سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت زیان واوښت.

اسلامي امارت بیا وايي، له پاکستان سره د سوداګريزو لارو بېرته پرانیستل کېدو ته تر هغې اجازه نه ورکوي چې اسلام اباد یې د سیاسي فشار وسیلې په توګه د نه کارولو او په هر ډول شرایطو کې د نه تړل کېدو پیاوړی تضمین نه وي ورکړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist