Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مسوولین: د مزار نوي ښارګوټي د پراختیا چارې ٧٥ سلنه بشپړې شوې دي

مسوولین: د مزار نوي ښارګوټي د پراختیا چارې ٧٥ سلنه بشپړې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/08

د استوګنې هغه ښارګوټی چې له بشپړېدو سره به یې پراختیايي چارې منظمې، ښاري ژوند او نورو برخو کې به اسانتیاوې رامنځته شي.

د نوي ښارګوټي د پروژې چارواکي وايي، یوازې د نوي ښار قراردادي شرکت د سړک جوړولو، برېښنا شبکې غځولو او په نورو عامه خدماتو کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګولې دي.  

د دوی په وینا، د خلکو له لوري د ځمکو اخیستلو او د استوګنې لپاره د ودانیو جوړولو په برخه کې هم شاوخوا یو نیم میلیارده افغانۍ پانګونه شوې چې د ښارګوټي په اقتصادي ودې هم مثبت اغېز پرې باسي.

د مزارشريف نوي ښار پروژې ساحوي مسوول ميرزا ابراهیم زاده وايي: « د خلکو له خوا په دوو برخو کې پانګونه شوې. یو د ځمکې اخیستلو په برخه کې. باید ووایم چې په دې برخه کې یو میلیارد افغانۍ د خلکو له خوا ځمکه اخیستل شوې. دویم د ودانیو جوړولو په برخه د خلکو پانګونه ده. په دې برخه کې هم خلکو شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او ډېرې ښې ودانۍ جوړې شوې دي.»

د اقتصادي چارو ماهرین هم دا باور څرګندوي چې د نوي ښارګوټي په څېر پراختیايي پروژې کولی شي د سیمې اقتصادي وده کې مرسته وکړي او مزارشریف په یوه عصري او معیاري ښار بدل کړي.

دوی زیاتوي، په بنسټیزو پروژو کې پانګونه نه یوازې د منظم ښاري جوړښت رامنځته کولو لامل ګرځي بلکې خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو لامل هم کېږي.

د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسم زی وايي: « په هره اندازه چې پراختیايي پروژې ډېرې پلې شي، په هماغه اندازه په ټولنه کې اسانتیاوې رامنځته کېږي. همدارنګه خلکو ته کاري فرصتونه برابرېږي او ترڅنګ یې نورو پروژو او پانګونو ته د پلي کېدو زمینه برابرېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر وايي: « افغانستان تازه حرکت پيل کړی او هره هڅه کولی شي ګټه ور ورسوي. پر پراختیايي او زېربنايي پروژو کار کولی شي په اوږدمهاله کې د افغانستان اقتصاد ته ګټه ورسوي.»

په همدې حال کې د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، په وروستیو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو له خوا په دې ولایت کې د پانګونې لپاره لېوالتیا زیاته شوې.

د یادې خونې مرستیال هارون رشید زیاتوي، له بهر څخه د پانګونې جذبولو په موخه يې ځینو هېوادونو ته سفرونه کړي او یو شمېر افغان پانګوال یې هڅولي چې په کور دننه پانګونه وکړي.

دوی زیاتوي، وروستیو کې ځينې پانګوالو بلخ کې د پنځو تولیدي فابریکو جوړولو ژمنه کړې چې نږدې راتلونکي کې به يې چارې پیل شي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید قاضي وايي: « روان کال د بلخ ولایت کې په پانګونه کې ډېر لوی توپير راغلی. ډېری نوي پانګوال چې هغوی یا مهاجر وو یا یې هم په نورو هېوادونو کې پانګونې لرلې، اوس بېرته افغانستان ته راستانه شوي. موږ په نږدې راتلونکي کې ترکیې  او ایران هېوادونو سفرونه لرو او په ترڅ کې به یې هغه افغان پانګوال افغانستان ته را دعوت کړو چې هلته یې پانګونه کړې، ترڅو راشي او خپل هېواد کې پانګونه وکړي.»  

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې همدا روانه میاشت ځینې افغان پانګوال د یوه سهامي شرکت جوړولو له لارې په مزارشریف ښار کې پنځوس میلیونه امریکايي ډالر پانګونه وکړي.

سرچینې وایي، دغه پانګونه به د ټرانسپورټي وسایلو لپاره د څلورو معیاري ټرمینلونو په جوړولو، د کرنیزو توکو او تازه مېوو ساتنې، راکړې ورکړې لپاره د یو مارکېټ او سړو خونو جوړولو، له کرنیزو توکو د درملو لپاره د خامو موادو چمتو کولو، د یوه صنعتي ښارګوټي رامنځته کولو او د انرژۍ د تولید په برخو کې ولګول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist