Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دره نور کې زلزله ځپلې کورنۍ وايي، د سرپناه ستونزه یې لا نه ده حل شوې

دره نور کې زلزله ځپلې کورنۍ وايي، د سرپناه ستونزه یې لا نه ده حل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/08

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د وروستیو زلزلو له امله ۱ زر ۱۴۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د ترکیې د سرې میاشتې له خوا د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې د ننګرهار سرې میاشتې ټولنې په تخنیکي همکارۍ ووېشل شوې. د مسوولینو د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته د ۱۳ زره افغانیو په ارزښت خوراکي توکي ورکړل شول چې ټول لګښت یې نږدې ۱۵ میلیونه افغانۍ کېږي.

د ننګرهار سرې میاشتې ټولنې رییس مولوي فضل الرحمن فیاض وايي: « په شوکیالۍ، مېچ ګنډول،سوتن، اوتران، لمټک او چوال هغه کلي دي چې په تېرې زلزلې کې سخت ځپل شوي. دوی ته د دوست ترکیې هېواد د سرې میاشتې له خوا د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ، مرستې ووېشل شوې.»

د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې استازو د دغو مرستو د وېش پر مهال ویلي، وېشل شویو مرستو کې اوړه، غوړي او د نورو خوراکي توکي او دغه راز روغتیايي کېټونه شامل دي.

د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې استازی غزني ګل منګل وايي: « په خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، لوبیا، وریجې، مالګه، بوره او نور توکي شامل دي. د روغتیا ساتنې په کېټونو کې د جامو وینځلو صابون، د ځان وینځلو صابون، د غاښونو کریم او برسونه، سطل او نور توکي شامل دي.»

په همدې حال کې، د زلزلې له امله زیانمنې شوې کورنۍ وايي، په شویو مرستو یې یوه اندازه لاسنیوی کېږي، خو ټینګار کوي چې لاهم د دوی د سرپناه ستونزې حل لپاره عملي ګامونه نه دي پورته شوي. دوی په دې برخه کې د مسوولینو د ځانګړي پاملرنې غوښتنه کوي.

د زلزلو له امله زیانمن شوی غازی خان وايي: « د خلکو کورونه، لارې، ویالې او هرڅه وران شوي او موږ غواړو دا ځایونه راجوړ کړي، دا مرستې کفایت نه کوي.

زیانمن شوی جان محمد وايي: « له نورو موسسو غوښتنه کوم چې زموږ کورونه راته جوړ کړي، موږ سرپناه نه لرو.»

زلزله ځپلي دره نور کې د سرپناه ستونزې د حل په برخه کې د عملي اقداماتو غوښتنه داسې مهال کوي چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره، اوس دوی تر خېمو لاندې ژوند کوي او د هوا په سړېدو سره یې ژوند ډېر ستونزمن شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist