Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

سهیل شاهین: د اسلامي امارت استازی باید د امنیت شورا په ناستو کې حضور ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/07

په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت لسګونه غونډې جوړې کړې دي، خو د اسلامي امارت استازي نه موجودیت له امله یې اغېزناکې پایلې نه دي لرلې.

په قطر کې د اسلامي امارت سفیر وایي، تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت وخت ناوخته غونډې کړې چې په خبره یې، د دې سازمان یوه لویه نیمګړتیا دا ده چې افغانستان اسلامي امارت استازي په کې ګډون نه درلود.

سهیل شاهین وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید د اسلامي امارت په واک کې ورکړل شي، ترڅو استازی يې د امنیت شورا په غونډو کې د افغانستان ریښتينی انځور وړاندې کړي او خپل دریځ څرګند کړي.

په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین وايي: « د ملګرو ملتونو استازي یا بل څوک د افغانستان مسایل له خپلې زاویې تشرېح کوي او د مسایلو حل وړاندې کوي. تر اوسه په دې غونډو کې د افغانستان واقعي انځور نه دی وړاندې شوی او نه کومه واقعي حل لاره وړاندې شوې ده. نو په دې اساس لازمي ده چې د اسلامي امارت استازي ته اجازه ورکړل شي چې د افغانستان وضعیت او د مسایلو حل امنیت شورا او ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان د ملګرو ملتونو په څېر لویو غونډو کې د اسلامي امارت استازي ګډون ځکه مهم بولي چې د نړۍ او سیمې هېوادونو اندېښنو ته په مستقیم ډول ځواب ووایي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « هغه ټولې غونډې چې په دې سیمه او نړیواله کچه ترسره کېږي، د اسلامي امارت د استازي شتون په کې لازمي او ضروري دی؛ ځکه هلته دوې خبرې کېږي، یا به دفاع کېږي او یا به تور لګول کېږي. د دې دواړو حالاتو لپاره د اسلامي امارت د استازي شتون حتمي دی.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه ابوالحسن صالحي وايي: « باید هېوادونو ته قناعت ورکړي چې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني. همدارنګه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته هم رسېدنه وشي، ترڅو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوک ترلاسه کولو ته زمینه برابره شي.»

د اقتصاد وزارت چارواکي وایي، د نړیوالو قوانینو له مخې اسلامي امارت د افغانستان واقعیت دی او ملګري ملتونه دې په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال  دوکتور عبداللطیف نظري وايي: « د نړیوالو اصولو او قواعدو او دغه راز د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د ملګرو ملتونو په ګډون باید په ټولو نړیوالو محافلو کې د افغانستان څوک اسلامي امارت ته ورسپارل شي. د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان کنګل کړې شتمني آزاده کړي، ترڅو د افغانستان د خلکو د اقتصادي پشتوانې په توګه وکارول شي.»

خو نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو، رسمي تعاملاتو پیلېدلو او د ملګرو ملتونو څوکۍ لپاره ځینې شرطونه اېښي چې د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب، د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د ملي ډيالوګ پیلېدل او د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه په کې شامله ده.

که څه هم اسلامي امارت په بیا بیا ویلي چې د اسلامي شرعیت په رڼا کې یې د ښځو حقوق خوندي کړي، خو دا او نور مسایل یې کورني ګڼلي او له هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان په داخلي مسایلو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist