Skip to content
د بریټانیا د کورني استخباراتو مشر ویلي، بېلابېلې ترهګرې ډلې افغانستان ته سفر کوي او دا هېواد ورځ تر بلې د ترهګرۍ پر ځاله بدلېږي.
تر دې وړاندې څو هم ځلې د بریټانیا د اېم آی ۵ مشر ویلي و،چې د نړیوالو ترهګرو تګ راتګ افغانستان ته زیات شوی او دا کار نړیوال امنیت ته ګواښ پیښ کوي.
د سیاسي چارو شنونکي بیا دې اند دي،که اسلامي امارت په رسمیت ونه پیژندل شي او د اسلامي امارت مشران په تور لیست کې وي،دا وضعیت به جګړې ته نوره زمینه هم برابره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی ستانه ګل شیرزاد وايي:« له یوې خوا نړیوال مخالفت او له بلې خوا په داخل کې ځینې خلک چې جنګ او جګړو ته تیار ناست دي، دا وضعیت خپله دې ته برابروي،چې افغانستان ته مختلف ترورستان راشي او زمینه ورته برابره کړي.»
شیرزاد وايي بهرنۍ کړۍ او د نړیوالې ټولنې بندیزونه په افغانستان او سیمه کې د هرې بدمرغۍ لامل دي.
یو شمیر نور هم وايي،د ګاونډیو ګټې هم د افغانستان په بد امنۍ کې نغښتي دي،نو له همدې امله افغانستان ته په لوی لاس ترهګر استوي.
د سیاسي چارو شنونکی محمد رادمنش وايي:« د افغانستان سویلي هېواد نه غواړي،چې په افغانستان کې امنیت راشي. د دوی له سټراټيژيو ښکاري،چې بد امني د دوی په اهدافو کې نغښتې ده. پر دې اساس د دې امکانات شته دی،چې په افغانستان کې د ترورستانو ځالې جوړې شي او هم په افغانستان او سیمه کې ستونزې پیدا شي.»
د اسلامي امارت استازو بیا بار بار د دغو ادعاو مخالفت کړی او زیاته کړې یې ده،چې هېچ چاته اجازه نه ورکوي،چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پیښ کړي.