Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د حکومت بهرني سیاست ارزونې علمي- تحلیلي ناسته وشوه

هرات کې د حکومت بهرني سیاست ارزونې علمي- تحلیلي ناسته وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/06

په دې ناسته کې د سیاسي او اقتصادي چارو کارپوهانو د اسلامي امارت د تېر یوه کال بهرنی سیاست وارزاوه.

کارپوهان وایي، که څه هم د اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې، خو لاهم اړتیاده چې یاده برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

د دوی په خبره، د اساسي قانون رامنځته کول، ښځو ته د زده کړو او کاري زمینې برابرول، په کور دننه د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو پیاوړتیا او د هېواد ملي ګټو پربنسټ د نړیوالو قوانینو منل کولی شي د اسلامي امارت لپاره د نړیوال مشروعیت زمینه برابره کړي.

د هرات متخصصانو شورا رییس محمد رفیق شهیر وايي: «  باید د اساسي قانون د تدوین زېری ورکړي او د عالي تحصیلاتو په شدت تضعیف شوي بنسټونه بېرته پياوي کړي. که دا کارونه وشي، اوسنیو شرایطو ته په کتو به هېوادونه له افغانستان سره اړیکه ونیسي.»

د سیاسي چارو کارپوه میلاد عزیزي وايي: « هغه پیاوړي ټکي چې د اسلامي امارت په دېپلوماسۍ کې شته دي، د سمي او نړۍ له هېوادونو سره اړیکې ټینګول دي چې کولی شو له ډلې یې چین، د پارس خلیج شاوخوا هېوادونو، روسیې او هند نومونه واخلو چې اسلامي امارت ورسره په بریالیتوب اړیکې ټینګې کړې دي.»

که څه هم په تېر زېږدیز کال کې د اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرني سیاست پربنسټ د هېواد په اقتصادي برخه کې یو لړ پرمختګونه رامنځته شوي، خو کارپوهان وایي، هېواد کې د اغېزناک او ګټور بانکي نظام نه شتون، نړیوال اقتصاد برخه کې د شفاف حقوقي چوکاټ کمزورتیا، او د کورنیو ظرفیتونو محدودیت هغه اساسي خنډونه دي چې د اقتصاد محوره پالیسۍ د اغېزناک تطبیق پر وړاندې ولاړ دي.

د اقتصادي چارو کارپوه نذیر احمد سدید وايي: « موږ د اقتصاد محوره ډېپلوماسۍ په پلي کولو کې ځینې داخلي ننګونې هم لرو؛ د مثال په توګه، موږ د کار وړ بانکي نظام نه لرو، موږ یو شفاف حقوقي چوکاټ نه لرو، موږ د اقتصادي وضعیت د اټکل حداقل قدرت نه لرو. مثلا ً، زه د یوه اقتصادي محصل په توګه نه شم کولی ووایم چې راتلونکی کال به د افغانستان اقتصاد څه ډول وي. دا ټول د دې څرګندونه کوي چې زموږ داخلي ظرفیتونه له هغو اړیکو سره سمون نه لري چې موږ یې ټینګوو.»

د پوهنتون استاد علي رضا کارګر وايي: « په اقتصاد محوره سیاست کې له داخل څخه د باندې لیدلوری مهم دی، یعنې دا چې موږ باید د دې ډول سیاست پيلوونکي اوسو او د سیمې هېوادونه په موږ پورې تړلي اوسي او که چېرې زموږ په هېواد کې امنیت نه وي، زیان یې هغوی ته ورسېږي. دا اقتصاد باید له داخل څخه پيل شي او موږ د سترو سیمه ییزو پروژو سرچینه اوسو.»

بله خوا، د هرات ځايي چارواکي وايي، اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره اقتصادي اړیکو پراختیا غوښتونکی دی.

د هرات بهرنیو چارو ریاست مرستیال رحمت الله فیضان وايي: « د اسلامي امارت بهرنی سیاست اقتصاد محور او متوازن دی. موږ هڅه کوو ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره اقتصاد محوره اړیکې ولرو.»  

دا ناسته  په داسي حال کې جوړه شوې چې هرات کې د بهرنیو چارو ریاست مسوولانو د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت تېر۲۰۲۵ کال کې بېلابېلو هېوادنو کې له ۴۰ زیات سفاروتونه په خپل کنټرول کې اخیستي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist