Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې ۳۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته ځمکې وېشل شوې دي

بلخ کې ۳۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته ځمکې وېشل شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/06

په داسې حال کې چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدلو بهیر لا روان دی، له کلونو کډوالۍ وروسته هېواد ته راستانه شوي زرګونه کډوال په دایمي ډول د مېشتېدو په درشل کې دي.

اکثریت دا کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول له خپلو مېنو ایستل شوي، خو دلته د اسلامي امارت حکومت ورته د دایمي سرپناه جوړولو لپاره ځمکې ځانګړې کړې دي.

د بلخ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس، مولوي اسدالله وفا وايي، په دې ولایت کې ۲۷ زره اړمنې کډوالې کورنۍ ثبت شوې دي چې ځمکې به پرې ووېشل شي.

نوموړی زیاتوي، تراوسه څه باندې ۳۰۰ کورنیو ته د مولانا جلال الدین محمد بلخي ښارګوټي کې ځمکې وېشل شوې دي.

د بلخ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي اسدالله وفا وايي: « په بلخ ولایت کې تر ۲۷ زره کورنیو پورې لېست راغلی او اوس پرې د تثبیت کمېټې کار کوي او اسنادونه یې تر مراحلو لاندې دي. تر اوسه ۳۰۵ کورنیو ته ځمکې او د هغو قبالې وېشل شوې دي.»

بله ‌خوا، بېرته راستانه شوي کډوال د ځمکو د وېش له بهیره خوښ دي او هیله څرګندوي چې له دې سره به د دوی اساسي ستونزه چې د سرپناه نه شتووالی دی، حل شي.

راستون شوی کډوال آغامحمد وايي: « د مهاجرینو په دفتر کې مې نوملیکنه کړې. د دوی هم کور ودان چې له موږ سره یې ډېره مرسته او همکاري وکړه. دغه راز یې په مولانا ښارګوټي کې ۵۰۰ متره ځمکه هم راکړه. زه له دې مرستې ډېره مننه کوم.»

راستون شوی کډوال عبدالله وايي: « له د ډېر خوښ یې چې ځمکه یې راکړه، خو زه دومره وس نه لرم چې پر دې ځمکه کور آباد کړم، همدارنګه نورې ستونزې هم لرو.»

د حکومت له خوا په راستنېدونکو کډوالو د ځمکو د وېش لړۍ داسې مهال روانه ده چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم لا روان دی.

که څه هم د کډوالو نړیوالو ادارو څو څو وارې له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو د اجباري ایستلو لړۍ ودروي، خو اسلام اباد لا هم د کډوالو د ایستلو بهیر نه یوازې درولې نه دی بلکې لا یې چټک کړی.

د کډوالو د حقونو کارپوهان د افغان کډوالو په مدیریت، ثبت او لومړنیو مرستو رسولو کې د اسلامي امارت کړنې مثبتې ارزوي او وایي، سره له دې چې پر افغانستان پراخ اقتصادي او سیاسي بندیزونه لګېدلي، خو اسلامي امارت توانېدلی چې له راستنو شویو کډوالو سره د سرپناه، خوړو، روغتیايي خدماتو او خپلو اصلي سیمو ته د لېږد اسانتیاوې برابرې کړي.

د کډوالو چارو کارپوه عبدالرازق عدیل وايي: « هېواد ته د میلیونونو کډوالو راتګ د ستونزو ترڅنګ ګڼل فرصتونه هم رامنځته کړي دي. راغلي کډوال تازه نفسه کاري ځواک دی، خو په دې شرط چې د هغوی له ځواک کار واخیستل شي. همدارنګه دغه کسان ګڼې اقتصادي ستونزې لري، د بندیزونو شتون، د افغانستان د پانګې ګنګل پاتې کېدل او د بهرنیو مرستو کمېدل سبب شوي چې د دولت توان هم محدود شي. دلته د کاري فرصتونو، زېربناوو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او نورو امکاناتو نه شتون هم د کډوالو راتګ له ننګونو سره مخ کړی.»

اسلامي امارت وروسته له هغه په ټول هېواد کې د کډوالو لپاره ځمکې ځانګړې کړې چې پاکستان او ایران له دغو هېوادونو په زور د افغان کډوالو په ایستلو لاس پورې کړ.

د کډوالو د حقونو مدافعین وايي، که نړیواله ټولنه ریښتینې انساني همکاري ولري، نو د کډوالو د داوطلبانه راستنېدو او د هغوی د بیا مېشتېدو په برخه کې دې له افغانستان سره مرسته وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist