Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې سلګونه کسان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

کابل کې سلګونه کسان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/06

سلګونه کسانو په کابل کې د بصیر په نوم د فني او حرفوي زده کړو مرکز کې له شپږ میاشتو مسلکي زده ‌کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

دوی په دې موده کې د موټرو ترمیم، ساختماني برېښنا، د مبایلو او کمپیوټر ترميم ترڅنګ په اور وژنې یا اطفایې سیسټم، نل غځولو او خیاطۍ څانګو کې عملي زده ‌کړې کړې دي.

د بصیر فني او حرفوي زده ‌کړو مرکز مرستیال احمد صادق نبي ‌زاده وايي: « تاسو نن یوازې د فراغت سند نه ترلاسه کوی بلکې مهارت ترلاسه کوی. تاسو اوس کولی شی د کار بازار ته ننوځی او عاید ترلاسه کړی، د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړی او نورو ته هم کار برابر کړی.»

له دې مسلکي برخو فارغ شوي کسان له حکومت غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي، ترڅو وکولی شي د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.

له فني او حرفوي زده ‌کړو فارغ  مطیع‌الله وايي: « زه د خیاطۍ له څانګې فارغ شوم. له اسلامي امارت غواړم چې دلته روزل شویو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه پر دوی ډېر لګښت شوی او یوازې فراغت یې کافي نه دی.»

له فني او حرفوي زده کړو فارغ محمد ادریس وايي: « له دولت غوښتنه کوم چې له دې ځایه فارغو شویو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو هغوی دلته ترلاسه کړي مهارتونه عملي کړي.»

په ورته مهال، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، تګلاره يې دا ده چې خلکو ته د حرفوي زده‌کړو د ورکړې ترڅنګ، د کار زمینه هم برابره کړي.

د دې وزارت چارواکي زياتوي، د حکومت مشرتابه له لارښوونې سره سم به فارغ شویو کسانو ته د کار زمینه برابره او عملا ًبه د کار مارکېټ ته وړاندې شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین زاهد احمدزی وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لارښونه دا ده چې ټولو وزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، فني او حرفوي زده کړې ورکړل شي، ترڅو له خپل کسب او مسلک څخه حلاله نفقه پیدا کړي.»

د چارواکو په خبره، نه یوازې په کابل بلکې په ټول هېواد کې د حرفوي او فني زده کړو زمینه برابره ده او هر کال ترې زرګونه کسان فارغېږي او د خپل مسلک مطابق بازار کې کار کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist