د مخابراتو او ترانسپورټ وزیران د ولسي جرګې له استیضاح بریالي ووتل.
دوه وزیران د ولسي جرګې له استیضاح بریالي ووتل چې تیر مالي کال کې یې پراختیايي بودجه له اویا سلنې کمه مصرف کړې وه .
په دیارلس سوه شپږ نویم مالي کال کې د مخابراتو وزارت نهه پنځوس او د ترانسپورټ وزارت بیا څلورویشت سلنه پراختیايي بودجه مصرف کړې وه چې د ولسي جرګې له استیضاح سره مخ شول .
وزیرانو په خپلو دلایلو سره د ولسي جرګې قناعت ترلاسه او په خپلو څوکیو پاتې شول .
ولسي جرګې دمخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ او دټرانسپورت وزیران له دې امله استیضاح کړي و چې په شپږنویم مالي کال کې یې پراختیايي بودجه کمه مصرف کړې وه .
ولسي جرګې پریکړه کړې وه چې هغه وزیران به استیضاح کوي چې پراختیايي بودجه یې له اویاسلنې کمه مصرف کړي وي ، دمخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ او دټرانسپورټ وزارت هغه بودجوي واحدونه دي چې نه دي توانیدلي په تیرمالي کال کې دخپلې پراختیايي بودجې مصرف له اویاسلنې واړوي .
د بودجې د نه مصرف په تړاو د یادو وزارتونو وزیرانو خپل دلایل درلودل چې جرګې ته یې وړاندې کړل .
د دواړو وزیرانو دغو دلایلو د وکیلانو قنات ترلاسه کړ چې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل اریوبي ته له یوسلو پنځه دیرش حاضرو وکیلانو له ډلې ۷۷ د تایید او ۴۹ د رد رایې ورکړل شوې او ټرانسپورت وزیر حمید طهماسي ته ۷۶ د تایید او ۵۰ د رد رایې په صندق کې ولوېدې چې له دې سره دواړه وزیران له استیضاح بریالي راووتل .
په جرګه کې پر نورو موضوعات هم بحث او خبرې وشوې .
ولسي جرګې له ټاکنو کمیسیون وغوښتل چې نور دې د ټاکنو پایلې نه ځنډوي او د کابل په ګډون د پکتیا او بغلان د ټاکنو پایلې دې هم اعلان کړي .
وکیلانو له امنیتي اورګانونو وغوښتل چې پرټولګټو وزارت دوړمې ورځې دبرید عاملين پیدا کړي ځکه تر اوسه ددغه بریدمسولیت کومې ډلې نه دی منلی .