Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اسلامي امارت مشرانو په کابل کې د ازبکستان لومړي وزیر له مرستیال سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

admin by admin
2022/02/24

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملامحمد حسن اخوند چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۴ مه»  په کابل کې د ازبکستان د لومړي وزیر  مرستیال عمرزاکوف سره  په دوه اړخیزو اړیکو  خبري کړي.

 اخوند ویلي،د سیمي د پروژو د پلي کېدو په برخه کې دواړه هېوادونه پر ګډه سره کار وکړي.

د ازبکستان د لومړي وزیر  مرستیال  عمر زاکوف  بیا ویلي،افغانستان د سویلي  او مرکزي اسیا د وصل نقطه ده او په دې برخه کي باید پر ګده کار وشي.

هغه زیاته کړې:« افغانستان د سویلي او مرکزي آسیا د وصل نقطه ده. د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې دې د ګډو پروژو د تطبیق لپاره ګامونه واخلي، د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا ټینګار او دواړه هېوادونه دې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ګامونه واخلي.» 

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي،چې ازبکستان د سیمي د نورو هېوادونو پرتله ځانته اقتصادي سیاست غوره کړی دی او هڅي کوي،له افغانستان سره اقتصادي اړیکي نوري هم پیاوړي کړي.

د سیاسي چارو شنونکی فرهاد اکبري شنونکی وايي:«ازبکستان د سیمي پر کچه اقتصادي سیاست ځانته غوره کړی دی،ځکه د سیمي نور هېوادونه لکه پاکستان، ایران خپل سیاست مخکې وړي او ازبکستان هڅې کوي،چې د سیمي له هېوادونو د خپل اقتصادي سیاسته مخکي ولاړشي.» 

د اقتصادي چارو شنونکي بیا وايي، افغانستان له ازبکستان سره ښیې اقتصادي اړیکي لري او اوسنیو شرایطو کي افغانستان په بد اقتصادي حالت کي قرار لري او د سیمي د هېوادونو همکاري اړینه ده.

د اقتصادي چارو شنونکی سخي پیمان وايي:« د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال سفر په سیاسي او اقتصادي برخه کي زیات مهم دی،ځکه موږ ورسره اقتصادي پراخې اړیکې لرو اود افغانستان ستر تجارتي ملګری دی.» 

د ازبکستان لومړي وزیر  مرستیال عمرزاکوف د رئیس الوزرا ملا حسن اخوند ترڅنګ د رئیس الوزرا له لومړي مرستیال او د کابینې له یوشمېر  سرپرست وزیرانو سره هم کتلي دي.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، په راتلونکې افغانستان کې  به د لویو قدرتونو د رقابت ځای نه وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist