Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
انس حقاني: ديني عالمان دې ځانونه له خلکو لوړ نه ګڼي

انس حقاني: ديني عالمان دې ځانونه له خلکو لوړ نه ګڼي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/05

د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړی غړی غړی انس حقاني وايي، چې اسلامي امارت د لوړې عقیدې په برکت د نړۍ زبر ځواکونو ته ماتې ورکړې او واک ته رسیدلې دی.

ده، چې په خوست کې د جامعه نورالقران دینې مدرسې د یو شمیر طالبانو  فراغت غونډه کې خبرې کولې دیني علمانو ته په خطاب کې وویل، چې اوس په کار ده، هماغه عقيده چې دا بريا يې راوستې، بايد د علم له ترلاسه کولو سره يوځای وساتل شي.

د اسلامي امارت لوړپوړی غړی حافظ انس حقاني وايي: (( موږ او تاسو په خپله نظریه او عقیده باندې ډاډمن یو چې د ښې عقیدې او ښې نظریې خاوندان یو نو بیا زما او ستا مسوولیت ډېر لوړ دی، زما او ستا مسوولیت تر خپل کلي، ولسوالۍ او  ولایته محدود نه دی، زه او ته باید د اسلام رېښتونی پیغام نړۍ ته هم ورسوو  او هغه په علم سره رسیږي. ))

نوموړی همدا راز زیاتوي، اسلامي امارت چې د علماوو حکومت بلل کېږي، بايد له دې نسبته ناسمه ګټه پورته نه کړي.

د ده په وینا، ديني علمان بايد له خلکو سره ښه چلن وکړي، ځانونه له ولسه لوړ ونه ګڼي او د خلکو ملګري او خادمان وي. هغه د علماوو اصلي دنده د ټولنې لارښوونه، د ولس خدمت او اصلاح وبلله.

انس حقاني څرګندوي: (( د علم سره توضع ډېره مهمه ده نن سبا الحمدالله د علماوو حکومت دی، دا د الله تعالی ج یو انعام دی چې په دې ولس یې کړی دی خو د دې نسبت نه باید موږ غلطه استفاده هم ونه کړو، مسلمان ته د نفرت په نظر هم ونه ګورو او ځان په هغه لوړ هم ونه بولو. ))

اخوا د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق په دې مراسمو کې دیني علمان اړ وبلل څو د خلکو ستونزې په څرګنده توګه مسوولینو ته ورسوي او مسوولین خپلو مسوولیتونو ته متوجې کړي، چې د ولس د ستونزو ناپاملرنه د نظام د خرابوالي سبب ونه ګرځي.

د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق زیاتوي: (( زه د عامو خلکو په طرف یم د دوی به بعضې مشکلات وي، خو  زموږ والیان صاحبان یا زه خپله چې په دفاع وزارت کې یمه دوی په تر  موږه خبره نه شي رسولی، خو دا د دغو علماوو مسوولیت دی چې دا خبره دوی ته وکړي او وزیر انو ته یې هم ورسوي او چې په موږ کې کومه غلطي وي مخامخ دې راته ووايي ځکه جهاد مې هم د علماوو په فتوا شروع کړی وو.

د اسلامي امارت یادو چارواکو په دې مراسمو کې همدا راز ټینګار وکړ علما او مسؤلین بايد خلک له دین څخه متنفر نه کړي، بلکې داسې دعوت وړاندې کړي چې د انبیاوو د وخت له اخلاقو سره تړاو ولري.

دوی د اوسني حکومت له دریځ سره سم ټینګار وکړ چې د علم په رڼا کې بايد د ولس او خاورې خدمت وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist