Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستان له ټي ټي پي سره افغان خاوره کې د سولې مذاکرات پیل کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/24

د شمالي او سویلي وزیرستان دوه جلا ډلې وايي،په بېلابېلو وختونو کې خوست او پکتیکا ته راغلي او دلته یې د ټي ټي پي له استازو سره ناستې او مرکې کړې دي.

په تېره یوه میاشت کې دوه ډلې افغان خاورې ته راغلي،چې د یوې مرکچي ډلې مشري یې د محسودو قومي مشر او پخواني سناتور، مولانا صالح شاه کوله.

قبایلي مشر  مولانا صالح شاه  وايي:«موږ غوښتل،چې د سولې دا بهیر له رسنیو پټ پاتې شي، خو اوس چې پټ نه دی پاتې شوی، نو اوس زه دا تاییدوم،چې موږ پخپلو درې بېلابېلو ناستو کې ډېر ښه مذاکرات درلودل او ډېر پرمختګ مو کړی دی.» 

صالح شاه چې د مولانا فضل الرحمن ګوند غړی دی، وايي،د ټي ټي پي له مشر سره یې لیدنه نه ده شوې،خو د مذاکراتو له استازي سره یې ناسته ډېره بریالۍ او له پرمختګونو ډکه وه.

هغه زیاته کړه:« د سولې په بهیر کې د پام وړ پرمختګ شوی دی،خو موږ ځینې معیارونه لرو،چې باید حساس مسایل رسنیو ته ونه وځي،ځکه که هرڅه موږ رسنیز کړو، نو بیا په دې خبرو کې موږ د بریالیتوب تمه نشو کولای.» 

د راپورنو پر بنسټ یوه بله لس کسیزه ډله،چې دوه ورځې وړاندې د تورخم له لارې پاکستان ته تللې، د وزیرو د بل مخور ملک نصرالله خان په مشرۍ افغانستان ته راغلې وه.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي بیا وايي، پاکستان دې نه د سولې او نه د جګړې مذاکرات په افغاني جغرافیه کې کوي او تر هغې چې زرګونه قبایل لادرکه او بندیان وي، مذاکرات به پایله هم ورنه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی  عصمت قانع وایي:« د افغانستان او پاکستان اړیکې اوس مهال د شک او ابهام تر سیوري لاندې دي. ښه به دا وي،چې پاکستان اوس له افغاني خاورې او جغرافیې نه د سولې او نه د جګړې لپاره کار واخلي.  په دې برخه کې دې دوی د افغانستان د استقلالیت او خپلواکۍ پر وړاندې خپله بې طرفي عملآ وښيي.  په داسې حالاتو کې چې د قبایلو زرګونه کسان ورک او بندیان دي، دغه مذاکرات پایلې نه ورکوي.» 

د دغو تازه راپورونو په تړاو اسلامي امارت لا څه نه دي ویلي،خو د یو شمیر راپورونو پر بنسټ تر دې وړاندې په افغانستان کې د تحریک او اسلام اباد ترمنځ منځګړیتوب شوی وو.

خو اسلامي امارات دا نه ده منلې،چې د ټي ټي پي مراکز او مشران دې،په افغانستان کې وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist