Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی

افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/05

د افغانستان او ایران دولتي چارواکو د رېل ‌‌پټلۍ د ټرانسپورټي برخې همکاریو پر پیاوړتیا خبرې او بحثونه کړي.

د ایران د رېل ‌پټلۍ ادارې اجراییوي ریيس د افغانستان کانونو او پټرولیم له وزیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او د رېل پټلۍ په برخه کې د سټراټیژیکې همکارۍ او لا ژورو اړیکو په تړاو بحثونه او خبرې کړې دي.

د ایران مهر خبري اژانس د دې هېواد د چارواکو له خولې ویلي، د افغانستان اوسپنې پټلۍ له ادارې سره د شوې همغږۍ له مخې به په نږدې راتلونکي کې د اورګاډي له لارې د انتقالاتو ظرفیت په میاشت کې ۱۰۰زره ټنو ته ورسېږي.

د ایران د رېل ‌پټلۍ ادارې اجراییوي ریيس جبارعلي ذاکري ویلي: « موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره د رېل ‌پټلۍ ټرانسپورټ په وده کې پوره همکاري وکړو. موږ د افغانستان له اوسپنې پټلۍ ادارې سره همغږي لرو چې په نږدې راتلونکي کې به د بار وړلو او تبادلې ظرفیت په میاشت کې۱۰۰زره ټنو ورسوو.»

جبار علي ذاکري چې د ایران د سړکونو او ښاري پر اختیا وزارت مرستیال هم دی، د افغانستان پرمختګ لپاره د رېل‌پټلۍ ټرانسپورټ پر ودې او بنسټیز رول ټینګار کړی.

نوموړي د هرات ـ مزار شریف د رېل پټلۍ جوړول د ایران ـ افغانستان ـ چین دهلېز لومړی پړاو بللی دی.

د چارو څارونکي بیا وایي، له پاکستان سره د افغانستان سیاسي کشالو پر مهال ایران تل د افغان سوداګرو او سوداګرۍ لپاره مهم او لومړی انتخاب پاتې شوی.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد شبیر بشیري وايي: « وروسته له هغې چې له پاکستان سره د سیاسي کړکېچ له امله زموږ ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکې پرې شوې، ایران د افغانستان لپاره په سټراتيژیک بدیل بدل شوی او د دې هېواد چابهار او عباس بندرونه په تجارتي برخه کې ښه رول لوبوي.»

ایراني رسنیو دغه راز ويلي، د افغانستان کانونو او پټرولیم وزیر هم د خواف ـ هرات رېل‌پټلۍ د اغېزناک رول او بریالي فعالیت هرکلی کړی او وايي، دا کرښه د افغانستان د اړتیا وړ توکو په پرله ‌پسې اکمال کې مهم رول لوبوي.

د راپورونو له مخې، دواړو لورو هوکړه کړې چې د رېل‌پټلۍ او کانونو سپړلو په برخه کې د دې پروژې د عملي چوکاټ د جوړولو لپاره ګډ کاري ګروپونه او کمېټې جوړې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « په کوم وخت کې چې د افغانستان او پاکستان لارې وتړل شوې، افغانستان مجبور شو چې خپل بدیلې لارې ولټوي. ایران د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ډېر ښه بدیل دی. موږ د ایراني بندرونو له لارې له نړیوالو اوبو او دغه راز د آسیا له جنوب هېوادونو سره نښلول کېږو.»

د یادولو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له سوداګریز پرېکون وروسته، ایراني لوری هڅه کوي چې له افغانستان سره په سوداګریزو چارو کې پراخې اړيکې وپالي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist