Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنوونکي: د ډېپلوماټیک بریالیتوب لپاره د نړیوالو قناعت او داخلي اصلاحات مهم دي

شنوونکي: د ډېپلوماټیک بریالیتوب لپاره د نړیوالو قناعت او داخلي اصلاحات مهم دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/05

په تېر ۲۰۲۵ کال کې د ډېپلوماټيکې دستګا هڅې چې له هېوادونو سره يې د اړيکو پياوړتيا لپاره کړې، له لاسته راوړنو ډکې بلل شوې، خو ټينګار پر دې دی چې روان کال دې هم په ورته تګلارو سره هېوادونه د رسمي اړيکو ټينګولو ته وهڅول شي.

تحلیلوونکي وايي، اوس داسې څه نه شته چې له امله يې افغانستان په نړيواله کچه منزوي شي او اړتيا ده چې د ځينو کورنيو اصلاحاتو په رامنځته کولو سره سږکال هم د تېر په څېر د بهرنۍ تګلارې په تعقيب، له هېوادونو سره د تعامل لمن پراخه کړای شي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « زه په دې باور یم چې په ۲۰۲۶ کال هم د افغانستان او نړۍ ترمنځ دا ستونزې او کشالې نه شته چې افغانستان انزوا ته کش کړي. په کار دا ده چې له افغانستان سره پیل کړی سیاسي بهیر لا پياوړی شي او نړۍ ته قناعت ورکړل شي چې با ثباته افغانستان د دوی په ګټه دی. په ورته وخت کې اړتیا ده چې په کور دننه هم داسې اصلاحات راوړل شي چې له نړۍ او ولس سره د نږدې توب لامل کېږي.»

اسلامي امارت بیا وايي، روان کال یې هڅه دا ده چې د سیاسي اړیکو پراختيا لپاره له رامنځته شویو فرصتونو پوره ګټه واخلي او همدا راز بهرنی سیاست به یې د تېر په څېر پر ملي او ديني ګټو ولاړ وي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « لکه څرنګه چې په تېر کې د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره د افغانانو پر ملي او دیني ګټو ولاړه وه، د راتلونکي لپاره به هم د افغانستان اسلامي امارت په بهرني سیاست کې همدا اساسات او ارزښتونه خوندي وي. د افغانستان اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کې غواړي چې په افغانستان او سیمه کې له رامنځته شویو پالیسو څخه سالمه ګټه واخیستل شي او د ولسونو د رفاه لپاره وکارول شي.»

د چارو شنونکي د اغېزناک بهرني سیاست او له هېوادونو سره د اړیکو پراختيا لپاره دا ضروري ګڼي چې په هیوادونو کې د افغانستان ډېپلوماټيک جوړښتونه متخصصو کسانو ته وسپاري او همدا راز دې د سیمې ترڅنګ له ځواکمنو هېوادونو سره د اړيکو پر ټينګولو سربېره، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کولو هڅې هم زیاتې کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « په لویه کې د بهرني سیاست تعریف داسې هم شوی چې د کورني سیاست امتداد ته بهرنی سیاست وايي. د ملي اجماع، ولسي ملاتړ او د کورنیو ستونزو حل لپاره د ولس په مشارکت حل لارې موندل، په بهرنیو هېوادونو کې د ډېپلوماټیکو جوړښتونو متخصص جوړول، د سیمې پر هېوادونو او دغه راز په سترو هېوادونو تمرکز کول او د ملګرو ملتونو په جوړښت کې د خپلې څوکۍ ترلاسه کول باید د ۲۰۲۶ کال موخې وي.»

د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، د ملي ګټو په پام کې نیولو سره له هېوادونو سره په متقابل درناوي ولاړ تعامل ته ژمن دي او هڅه کوي په دې برخه کې اوسنۍ اړیکې نورې هم پراخې او ټينګې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند ضیا احمد تکل په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې له ټولو هېوادونو سره د خپلو ملي ګټو په رڼا کې د افغانانو د هیلو په خوندیتوب سره پیاوړې اړیکې او د متقابل احترام پر بنسټ ولاړ تعاملات ولري. لکه څرنګه چې افغانستان د سیمې او نړۍ د هېوادونو نښلولو لپاره یوه نقطه بلل کېږي، اسلامي امارت ژمن دی چې د دې لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي، ترڅو له دې فرصتونو څخه د افغانستان او نورې نړۍ ولسونه ګټه واخلي.»

په تېر ۲۰۲۵ کال کې روسیه یوازینی هېواد و چې د افغانستان حکومت یې پر رسمت وپېژاند او ځنيو هېوادونو ورسره د سیاسي تعامل کچه لوړه کړه؛ کابل ته یې سفیران راولېږل او همدا راز په یو شمېر هېوادونو کې استازولۍ اوسني حکومت ته وسپارل شوې.

کتوونکي دې پرمختګونو ته په پام ټینګار لري چې په روان ۲۰۲۶ کال کې د بهرني سیاست دستګاه بايد داسې عیاره شي چې له هېوادونو سره اوسني تعاملات پر رسمي اړیکو بدل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist