Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یونیسف: پکتیا کې ۳۰ سلنه وګړي هېڅ ډول روغتیايي چوپړتیاوو ته لاسرسی نه لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/23

په سوېل پکتیا ولایت کې د ملګرو  ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف استازی بسم الله خوشال وايي،په دغه ولایت ۳۰ سلنه وګړي هېڅ ډول روغتیایي چوپړتیاوو ته لاسرسی نه لري. 

خوشال  وايي،دغه وګړي،چې شمېر یې ۸۰ زرو ته رسېږي،د پکتیا پنځو ولسوالیو کې ژوند کوي او تیرو ۲۰ کلونو کې ورته هېڅ ډول چوپړتیاوې نه دي وړاندې شوي. 

خوشال زیاته کړه:« له ۲۰ تر ۳۰ سلنه دغه وګړي موږ ورته سپینه ساحه وایو،دې کې ژوند کوي،چې شمیر یې تر ۸۰ زره رسیږي او تیرو ۲۰ کلونو کې ورته هېڅ ډول روغتیایي چوپړتیاوې نه دي وړاندې شوي.» 

د پکتیا عامې روغتیا ریاست مرستیال بخت محمد پاڅون وايي، د څمکنیو ، پټان ، میرزاکې ، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې د دغه سیمو د اوسیدونکو لپاره د روغتیاپالانو پنځه ګرځنده ټیمونه فعال شول او بېلابېلو برخو کې به خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي. 

پاڅون زیاته کړه:« پنځه ګرځنده ټیمونه مو د هغو سیمو لپاره وګومارل، وزې ځدراڼ، پټان،میرزاکې، څمکنیو او ګرده څیړۍ ولسوالیو کې به خلکو ته روغتیایي چوپړتیاوې وړاندې کوي.» 

اخوا د ګرځنده روغتیایي ټیمونو کارکوونکي بیا وايي، په خپله خوښه دندو ته حاضر شوي او لیرې پرتو سیمو کې به خلکو ته د روغتیایي چوپړتیاوو وړاندې کولو لپاره چمتو دي. 

پکتیا کې د ګرځنده روغتیایي ټیم یوه غړې وايي:« موږ د  چوپړتیاوو وړاندې کولو لپاره ګومارل شوي یو. هغه د لیرې سېمو خلک روعتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري. موږ به هڅه وکړو،چې د مور ماشوم د مړینې کچې راټیټه کړو.» 

پکتیا کې د ګرځنده روغتیایي ټیم یوه غړې وايي:«خلکو ته ډاډ ورکوو،چې دوی ته به په سم ډول چوپړتیاوې وړاندې کوو ، ځکه تر اوسه پورې ورته هېڅ ډول چوپړ نه دی وړاندې شوی.» 

د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي،په ټولییز ډول د ولایت پر کچه د روغتیاپالانو د معاشونو ستونزې د هواري په هڅه کې دي او تر اوسه پورې یې ګڼو روغتیایي مرکزونو ته بودیجه موندلې ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist