Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا پوهنتون استادان: د جو بایډن وروستۍ پرېکړه ظالمانه او له عدالت لرې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/22

د سپټمبر د ۱۱ پیښې قربانیانو ته د افغانستان د ګنګل شوې شتمنې د یوې برخې د ورکولو پریکړې د غبرګونونو پر دوام دا ځل د پکتیا پوهنتون یو شمیر استادانو غږ پورته کړ.

د پوهنتون استادان د سپټمبر د ۱۱ پېښې قربانیانو ته د افغانستان د ګنګل شویو پیسو د یوې برخې ورکولو پریکړه ظالمانه بولي او د امریکا متحده ایالتو له  ولسمشر جو بایډن غواړي، چې خپله پریکړه بېرته واخلي.

د پکتیا پوهنتون رییس عبیدالله اخوندزاده  وايي:« د  امریکا متحده ایالتو له لوري د افغانستان د شتمنۍ کنګل کول او بیا یې یوه برخه د سپټمبر د ۱۱ پېښې قربانیانو ته ورکول ظالمانه او له عدالت لیرې پریکړه ده.»

د پکتیا پوهنتون یو تن استاد وايي:« له حقوقي جنایي پلوه په نړیوالو اصولو کې داسې څه نه  شته دی،چې د هغه جرم سزا دې افغانانو ته ورکړل شي،چې هغوی په کې شریک نه دي.»

د پوهنتون استادان وایي، د امریکا متحده ایالتو له لوري د هغه هېواد پیسې ګنګل شوي او د خپلو سیاسي اهدافو لپاره یې مصرفوي،کوم چې له لوږې سره مخ دی او ماشومان پلوري.

د پکتیا پوهنتون استاد عبدالرحمان مبشر وايي:« دا پیسې پر هغه خلکو پورې اړوند دي، چې له لوږې سره مخ دي او د یوې ډوډۍ لپاره خپل ماشومان او د بدن غړي پلوري.» 

استادان وایي، دغه پیسې د افغانۍ پشتبانې او د صنعت پیاوړتیا لپاره نړیوال بانک کې ایښودل شوي او امریکا متحده ایالت یې په هېڅ ډول د مصرف قانوني صلاحیت نه لري.

د پکتیا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد دولت خان جوهر  وايي:«دا پیسې نړیوال بانک کې د افغانۍ د پشتبانې او د صنعت د پیاوړتیا لپاره ایښودل شوي او د ګنګل دوام به د افغانیو پر ارزښت اغیز ولري او د امریکا متحده ایالت یې په حقوقي لحاظ د مصرف حق نه لري.»

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن هغه پریکړه له غبرګونو سره مخ ده،چې د افغاستان د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه پیسې د سپټمبر د ۱۱ پېښې قربانیانو ته ورکوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist