د تېرو کلونو په پرتله ۲۰۲۵ کال د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د اړیکو پراختیا په برخه کې په افغانستان کې د شته نظام او حکومت لپاره له پرمختګونو ډک کال و. د کتوونکو په باور، په دې کال کې د افغانستان حکومت د روسیې له لوري په رسمیت وپېژندل شو او همدا راز په ګڼ شمېر هېوادونو کې د افغانستان سیاسي نماینده ګۍ اسلامي امارت ته وسپارل شوې چې شمېر یې له ۴۵ اوړي.
همدا راز، په دې کال کې په کابل کې د نورو هېوادونو د سیاسي استازولیو شمېر هم زیات شو او ګڼ شمېر هېوادونو خپلو ډېپلوماټیکو اړیکو کچه سفیرانو هغې ته لوړه کړه.
دا مهال روسیه، چین، ایران، پاکستان، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، ترکیه، قرغېزستان، ازبېکستان، انډونیزیا ترڅنګ یو شمېر نور اسیايي او اروپايي هېوادونو کې هم افغان حکومت فعالې سیاسي استازولۍ لري.
د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « په تېر یوه کال کې د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ سره اړیکې مخ پر ودې دي، سیاسي او ډېپلوماټیک چینلونه فعالېږي او ورسره د افغانستان، سیمې او نړۍ ترمنځ به وصل سبب شي. په افغانستان کې هم د بهرنیو استازولیو تعداد مخ په زیاتېدو دی او په دې وروستیو کې افغانستان ته نوي سفیران رالېږل شوي، ډېپلوماټیکې استازولۍ فعالې شوې او افغانستان ته د مختلفو سیاسي پلاوو تګ راتګ زیات شوی.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « سره له دې چې نړیواله انزوا او تحریمونه موجود وو، اسلامي مارت په سیاسي ډګر کې ډېره کامیاب و. دوی وکړای شول چې په نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون وکړي، نړیوال را جذب کړي، په ۴۵ هېوادنو کې ډېپلوماټیکې استازولۍ فعالې کړي. نو ویلی شو چې ۲۰۲۵ کال یو بریالی کال و.»
د چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « په ۲۰۲۵ کال ډېرې هڅې وشوې چې د افغانستان حکومت له نورو هېوادونو او نړیوالو نهادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. همدا هڅې سبب شوې چې د افغانستان یو شمېر استازولۍ اوسني حکومت ته وسپارل شي او دغه راز افغانستان کې هم د یو شمېر هېوادونو سفارتونه فعال شي. همدارنګه روسیه لومړنی هېواد شو چې د افغانستان حکومت یې په رسمیت وپېژانده.»
له هند سره د سیاسي اړیکو ټینګښت او دې هېواد ته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر، د افغان حکومت لپاره د اړیکو پراختیا په برخه کې بله ستره لاسته راوړنه یادیږي چې د ډېرو په باور کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې ګټورتمام شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي: « تېر کال د افغانستان او هند ترمنځ هم اړیکې په جوړېدو او پراخېدو شوې. د افغانستان بهرنیو چارو وزیر هند ته سفر وکړ او هڅه یې وکړه چې له دغو اړیکو په سیاسي، اقتصادي او تجارتي برخه کې مثبته ګټه واخیستل شي.»
همدا راز، په ۲۰۲۵ کال افغان چارواکو ګڼ شمېر هېوادونو ته په غونډو کې د ګډون او د اړیکو ټینګښت په موخه هم لسګونه رسمي سفرونه درلودل چې د کتوونکو په باور، دا هغه څه دي چې د ډېپلوماسۍ په برخه کې د افغان حکومت پرمختګ څرګندوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « تېر کال د افغانستان اسلامي امارت د ډېپلوماسۍ او له هېوادونو سره د اړیکو په برخه کې ښه پرمختګ درلود، د روسیې له خوا اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شو، د ریاست الوزرا د مرستیالانو او وزیرانو په ګډون د کابینې غړو ۹۹ بهرني سفرونه درلودل چې د اقتصادي، تجارتي او ډېپلوماټیکو اړیکو په موخه ترسره شوي.»
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي: « د افغانستان اسلامي امارت پلاوو د نړۍ مختلفو هېوادونو ته د سیاسي، اقتصادي او تجارتي موخو لپاره سفرونه لرل او دا هم له نړۍ سره د افغانستان د ښکېلتیا یو مثبت ګام ګڼل کېدای شي.»
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « اسلامي امارت تېر کال په مختلفو برخو او په ځانګړې توګه سیاسي برخه کې ډېر ښه رول لوبولی. دوی د دوحې په درېیمه ناسته کې فعال ګډون درلود، پر نشه يي موادو، تجارت او بانکي سکټور په اړه خبرې وکړې. همدارنګه د دوحې فورم ته هم د لومړي ځل لپاره د اسلامي چارواکي وبلل شول.»
د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمايي کې پرافغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم هوايي بریدونو ته د چټک او مؤثر نظامي ځواب وروسته، د ستونزې حل لپاره له ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې د قطر، ترکیې اوعربستان هېوادونو په کوربه توب د کابل او اسلام اباد ترمنځ خبرې پیل شوې چې افغان لوری په کې برلاسی و او پاکستاني پلاوي د خبرو مېز څو څو وارې پرېښود. شنونکي دا هم د افغانستان لپاره سیاسي برلاسي بولي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس ځاځی وايي: « دا د سیاست په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده او عام ولس ترې راضي دی. پر افغان خاوره د پاکستاني تجاوز پر وړاندې درېدل او نړیوالو مېزونو ته یې راکښل، په دوحه او ترکیه کې د پاکستان د بریدونو او وژنو په اړه معلومات ورکول، ښه پرمختګونه وو.»
بهرنیو چارو وزارت وايي، د انډولیز او اقتصاد محوره بهرني سیاست پرمټ یې له بېلا بېلو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړې دي او اوس د افغانستان په تړاو د هېوادونو ترمنځ دا ډاډ رامنځ ته شوی چې افغان حکومت د چا لپاره بد نیت نه لري او ترمنځ یې له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ټینګښت لپاره لېوالتیا زیاته شوې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت(یوناما)، اورپايي ټولنه او همدا راز د اسلامي همکاریو سازمان ترڅنګ له شپاړلسو زیات هېوادونه چې روسیه او چین یې په سر کې راځي، په کابل کې فعال سفارتونه لري او د سفیرانو په کچه یې ډېپلوماټان په کابل کې مېشت دي.