Skip to content
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له افغانستان سره نږدې ۱۰ میلیونه ډالر بشري مرسته کوي.
ناروې افغانستان له بشري ناورین سره مخ بللی او ویلي یې دي، دا مرسته به د ناروې د بشري سازمانونو له لوري پر اړمنو خلکو ووېشل شي.
امریکا له لورې د افغانستان د شتمنۍ له کنګل کېدو وروسته نړیوالو مرستندویه سازمانونو خبر ورکړی دی، که د افغانستان شتمني ازاده نه شي،نو دغه هېواد به له ستر بشري ناروین سره مخ شي.