د سیاسي چارو کارپوه سلیم پیګیر کشر ورور په اوښلنو سترګو د هغې پېښې کیسه کوي چې له امله یې په رڼا ورځ پر کور تورتم خپور شو. دی وایي، بریدګر چې ځان یې له کاناډا نوی راغلی کس معرفي کاوه، د کونړ له زلزله ځپلو سره د مرستې په پلمه د دویمې پرله پسې ورځې لپاره د سلیم پیګیر کور ته ورغلی و.
د سلیم پیګر ورور کریم پیګیر وايي: « پیګیر صاحب ته یې ویل چې له کاناډا څخه راغلی او د هغه مینه وال دی او غواړي د کونړ له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي. دا کس زموږ کور ته راغلی او بیا له کوره د پیګیر سره صیب یوځای ووتل. له دې کس سره بې غږه توفنګچه وه او له کور سره نږدې یې پر پیګیر له شا طرف ډزې کړې.»
نوموړی وایي، که څه هم په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې حکومتي چارواکو او مسوولانو د پیګیر د روغتيايي وضعیت پوښتنه کړې، خو د نوموړي د بشپړې درملنې لپاره په لاس کې شته امکانات کافي نه بولي.
کریم پیګیر زیاتوي: « د پیګیر صاحب وضعیت مخ په ښه کېدو دی او له لومړۍ ورځې ډېر ښه شوی. چارواکو په خپله او د قانع صاحب له لارې پوښتنه کړې، خو له پوښتنې ها خوا نور څه نه دي شوي. له چارواکو غوښتنه کوم چې د پیګیر صاحب روغتیايي وضعیت ته پاملرنه وکړي.»
نوموړی وایي، پر مشر ورور یې د کورنۍ د سترګو پر وړاندې شوي برید اوس دوی ټول له رواني اړخه سخت اغېزمن کړي.
سلیم پیګیر بیا په دې خونه کې د بشپړې روغتیا او بېرته رغېدو په هیله شېبې شماري. له حرکت غورځېدلی او د بدن ښی اړخ یې په بشپړه توګه فلج شوی.
یوازې سترګې یې دي چې پر ده د تېرې شوې پېښې په اړه ځینې پوښتنې ځوابوي؛ حیرانې، پوښتونکې خو له خبرو او بیان عاجزې.
سلیم پيګیر په یوه بحث کې وايي: « هغه کسان چې وجدان نه لري، ځان خرڅوي او هغه کسان چې ایمان نه لري، ولس خرڅوي او هغه کسان چې دا دواړه نه لري، هېواد خرڅوي. اسلامي امارت د یوه واحد افغانستان غوښتونکی دی او زه هم دا غواړم؛ اسلامي امارت ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني، زه یې هم نه پېژنم. پنجابیان له کرښې هاخوا پښتانه د پاکستانیانو په توګه نه مني بلکې په تېرو ۷۶ کالو کې یې پر هغوی ظلم کړی…»
دا او ورته نورې څرګندونې دي چې د کورنۍ غړي یې پر سلیم پیګیر د برید او د نوموړي په نښه کېدو اصلي لامل بولي.
د روان کال د تلې په ۱۷مه، پنجشنبه غرمه مهال د نامعلومو کسانو له لوري پر سلیم پیګیر له برید او د نوموړي له ټپي کولو وروسته؛ امنیتي چارواکو د برید په تړاو د یوه مشکوک کس نیولو خبر ورکړ. د کورنۍ غړي يې پر نوموړي د بريد انګيزه شخصي دښمني نه ګڼي.