Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خبریالانو او رسنیو فدراسیون:که د خبریالانو پر وړاندې ستونزې حل نه شي ډېرۍ رسنۍ به وتړل شي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/22

د افغانستان د خبریالانو او رسنیو فدراسیون د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د کب پر ۲ مه» کابل کې له افغان خبریالانو او  دولتي مسوولینو سره ناسته وکړه.

د خبریالانو او رسنیو فدراسیون د دې ناستې موخه افغان ژورنالېستانو ته حقونو غوښتل، اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د ستونزو هوارول او خبریالانو او رسنیو ته د مالي ملاتړ غوښتل دي. 

د خبریالانو او رسنیو فدراسیون غړی حفيظ الله بارکزی وايي:« موږ تل  د اسلامي امارت له امنیتي مسولینو سره په تماس کې یو،چې باید د ژورنالېستانو عمومي  ستونزې حل شي. له يوناما سره مو هم ناسته لرله،چې څرنګه کولای شو، د رسنیو اقتصادي برخه پر پښو ودروو،چې خوشبختانه د يوناما مسوول سره څلور میاشتې مخکې،ژمنه يې وکړه،چې د اروپايي ټولنې له ۶۰۰ میلیونه ډالرو د افغانستان خلکو سره مرسته کيږي، د افغان ژورنالېستانو برخه به هم سکيجول کې ونیسي.» 

ناسته کې ویناوالو وویل، له سياسي تحول راوروسته شپږو میاشتو کې ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي، چې له کبله يې  ۶۰ سلنه نارینه‌ و او ۸۰ سلنه ښځينه و هم دندې له لاسه ورکړي دي. 

د دوی په خبره افغانستان کې مېشت خبریالان له سخت اقتصادي حالت سره مخ دي او نیوکه لري،چې د خبریالانو د مالي ملاتړ  لپاره میلونونه مرسته شوې پیسې شخصي جيبونو ته اچول شوي.

د خبریالانو او رسنیو فدراسیون د رهبرۍ غړی حجت الله مجددي وايي:«  متاسفانه د نورو سکتورونو برعکس د خبريالانو برخې ډېره ضربه ليدلې ده. موږ چې سروې کړې او نتيجې ته رسيدلي يو، ۴۰سلنه رسنۍ له سياسي تحول وروسته تړل شوي او د رسنیو په تړل کیدو سره ۶۰ سلنه  نارینه او ۸۰  سلنه ښځينو خپلې دندې له لاسه ورکړي.» 

د اسلامي ‌امارت مسولین هم د رسنیو او خبريالانو ستونزې مني او په خبره يې هڅې يې پيل کړي، تر څو د رسنیو مالي ملاتړ وکړي. 

د اطلاعات او کلتور وزارت د مطبوعاتو مشر عبدالاحد حماد وايي:« اسلامي امارت رسنیو ته د يوه ارزښټ په توګه ګوري او د يوه ضرورت په سترګه ګوري.که چېرته تاسې نه ياستئ، مخکې مجددي صیب هم اشاره وکړه، موږ د خپل ولس له ستونزو نه خبريږو. رسنۍ د دولت او ولس تر منځ د يوه پل حیثیت لري، که چېرته رسنۍ نه وي،موږ د استبداد خواته ځو. موږ د ناخبرۍ خواته ځو، داسې خواته ځو ،چې د خپل ولس له  ستونزو به  نه خبريږو، هر سکتور چې ستونزې لري، ستاسې د رسنیو له برکته دا برملا کیږي.» 

خبريالان د دغې ناستې جوړېدو ته خوشبينه دي او تمه لري،چې مالوماتو ته به د لاس رسي برخه کې شته ستونزې او ننګونې کمې کړي او د خبریالانو مالي ملاتړ برخه کې به مرسته وشي کړای.

افغان خبريال هجرت الله کاکړ وايي:« له نړیوالو  بنسټونو مو غوښتنه  دا ده،هغه رسنۍ چې د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي او نورې هم شته، چې کیدای شي د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شي. له حکومته  مو هېله دا ده،چې مالي برخه کې ورته زمینه برابره شي.» 

د افغانستان خبریالانو او رسنیو فدراسیون اندېښنه وښوده، که د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې هوارې نه شي او د رسنیو نړيوال ملاتړ کوونکي بنسټونه همکاري ونه کړي، نو نورې رسنۍ به هم وتړل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist