Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران له افغانستان سره پوله کې ګډ اقتصادي او کاني زون جوړوي

ایران له افغانستان سره پوله کې ګډ اقتصادي او کاني زون جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/31

د ایران دولـــــــــتي خبري اژانس (ایسنا) د دې هېواد د پارلمان د صنایعو او کانونو کـــــــمیسیون يوه غړي له قوله ویلي، دا هېواد له افغانستان سره د ګډ اقتصادي او کاني زون جوړولو پر طرحې کار کوي.

امین توکلي رودي د دې کار اصلي موخه ګډې پولې ته څېرمه د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د کاري فــرصتونو او پانګونې له لارې د تلپاتې  امنیت رامنځته کول ښودلي.

نوموړي د دې اټکل هـــــم کړی چې ایران به په دې برخه کې افغانستان ته تخنیکي، ټېکنالوژیکي او انجنیري خدمات ورکړي.

د ایران د پارلمان صنایعو او کانونو کـــــمیسیون غړي امین توکلي رودي ویلي: « د دې طرحې اصلي موخه ګډه پوله د اقـــــتصادي ودې پر محرک بدلول، د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د کــــــــــاري فرصتونو او پانګونې د ایجاد له لارې د دوامداره امنیت ټینګښت دی.»

د توکلي رودي په خبره،  د ایران او افغانستان ترمنځ ګــــــــــــــــډه پوله باید یوازې د امنیتي مسایلو پورې محدوده نه شي، بلکې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکـــو په پیاوړتیا کې هم ترې کار واخیستل شي.

هغه د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته اشاره کـــــــــړې او له افغانستان سره د رېل ګاډي له لارې د پراختیا ارزښت ته په کتو ویلي، د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې سوداګري، افغانستان د ازادو اوبو له لارې نړۍ سره ونښلوي.

د ایران د پارلمان صنایعو او کانونو کمېسیون غړي په دې اړه ویلي: « د هېوادونو ترمنځ پولو ته یوازې د امنیتي مسایلو له دریڅې ونه کتل شي، بلکې ورته د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په سترګه هم وکتل شي. د هرات- خواف رېل پټلۍ لار نړیوالو اوبو او بازارونو ته په وچه کې د ایسار افغانستان د لاسرسي یوازینۍ لار ده چې دغه موضوع کولی شي دواړو هېوادونو ته راتلونکي کې ستر فرصتونه په لاس ورکړي.»

د چـــــارو شــــــنونکي له ایران سره د اقتصادي او کاني زونونو ایجادېدل د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي.

دوی وايي، د افغانستان کـــــــــــــــانونو ایستل او دغه راز پر دې برخې پانګونه هم د عوایدو په راټولونه کې پام وړ مرسته کـــــــــوي او د هېواد اقتصاد ته اوږه ورکولی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « زه فکر کوم که دوی دا ډول ګډ بازار رامنځته کړي، په دې سره یو ډول محدود انحصار په لاس کې اخلي، ترڅو زموږ د سترو داوطلبیو مخه ونیسي. ښه دا ده چې موږ خپل کانونه له دوی څخه لرې کړو بلکې یوازې د کانونو محصول او په کانونو کې د دوی پانګونې ته اجازه ورکړو. دغه کار زموږ د ملي ګټو له پلوه سم دی.»        

نظر دا دی چې په داسې حال کې چې اوسمهال له پاکستان سره ټولې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې په ټپه درېدلې دي، له ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونو سره د سوداګریزو راکړو ورکړو او ټرانزیټي اړیکو پراخول د افغانستان پښه نړیوالو بازارونو ته ورسوي او ورسره د صادراتو او وارداتو په کچه کې د پام ‌وړ بدلون رامنځته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist