د ننګرهار کرنې او مـــــالدارۍ ریاست چارواکي وايي، سږ کال په دې ولایت کې له ګنیو څخه تر۱۴۰ زره مټریک ټنو زیات حاصلات ترلاسه شوي.
دوی وايي، سږ کال د ننګرهار په کامې، کوز کونړ، سره رود، بټيي کـــــــــوټ، لعل پورې او بهسودو ولـــــــــــسوالیو کې په څه باندې درې زره هکټاره ځمکو ګني کرل شوي.
دوی زیاتوي، له ترلاسه شویو حاصلاتو به یوه اندازه د تخم او له پاتې به ګــــــــــوړه تولید شي.
د ننګرهار کــــــرنې او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني وايي: « له دې حاصل څخه به ۲۲ زره مټريک ټنه د راتلونکي کال لپاره د تخم په توګه وساتل شي او ۲۵ زره مټریک ټنه به یې شربت او ګــوړه جوړ شي. سږ کال به موږ ۹۲۰۰ مټریک ټنه د ګوړې تولید ولرو.»
جلال اباد ښار اوسېدونکي او د ګــــــــــــوړې پرچون پلورونکي بیا وايي، اوسمهال ننګرهار د ګوړې تولید برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی او د اوس لپاره باید د بورې جوړولو برخه کې هم ګامونه پورته شي.
د دوی په خبره، هېواد دا مهال د بورې کارخونې کمې دي او باید په دې برخه کې پانګونه زیاته شي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی مبین وايي: « له دولت غوښتنه کوو چې د بورې د تولید فابریکې جوړې کړي، ترڅو دا ګڼي په کې مصرف شي او هېواد ځان بسیا کړي.»
د جلال اباد ښار اوسېدونکی ملاجان وايي: « موږ ننګرهار کې ډېره ګوړه لرو، خو د بورې د تولید فابریکه نه لرو. که دا فابریکه جوړه شي، د نورو هېوادونو له احتیاج به خلاص شو.»
د ګوړې سوداګر او کــــــــــــــاروباریان بیا ټینګار کوي چې ورځ تربلې د تولید کچې لوړېدو ته په کتو، باید دوی ته د خرڅلاو ځانګړی مارکېټ جوړ شي.
د ګوړې سوداګر صفي الله وايي: « اوس مهال بازارونه څه کـــــــمرنګه دي او موږ ته هغه پیسې نه برابروي چې د ګنیو په پېرلو مو لګولې دي.»
د ګوړې سوداګر رحمن ولي وايي: « موږ له حکومت غوښتنه کوو چې ګوړې او ګنیو ته ځانګړی مارکېټ جوړ کړي، زموږ تجارت او کاروبار به ورسره وده وکړي.»
بله خوا، مسوولین بیا وايي، هڅه کوي د کوړې تولید ته د ښه مارکېټ پیدا کولو لپاره په ښار کې یو ځانګړی ځای جوړ کړي، ترڅو ننګرهار کې تولید شوې ګوړه په کې وپلورل شي.
د ننګرهار کـــــــــــرنې او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني په دې اړه وايي: « د ځانګړي مارکېټ په اړه باید ووایم چې په دې برخه کې باید مختلفې ادارې سره کېني، ځای وټاکي او بیا د ولایت مقام ته وړاندیز وکړي. موږ هڅه کوو او په دې موضوع به کار وکړو.»
باور دا دی چې که د ګوړې او بورې تولید ته په معیاري ډول کارخونې جوړې شي، نو نه یوازې په دې برخه کې به هېواد ځان بسیا شي بلکې د معیاري کارخونو په جوړېدو سره به هغه ستونزه هم حل شي چې اوس د دغو توکو په کارخونو کې د سوند غیرمعیاري توکو سوځولو په تړاو شته ده.