Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

رویټرز: نړیوال بانک د افغانستان یو میلیارد ډالر کنګل شوې شتمني ازادوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/20

 په داسې حال کې چې د افغانستان درې نیم میلیارده ډالرو کنګل شوې شتمنۍ په تړاو د امریکا ولسمشر جو بایډن پریکړې پراخ کورني او نړیوال اعتراضونه راپورته کړي، نړېوال بانک تازه پریکړه کړې،چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو به یو میلیارد ډالر خلاصوي او افغانستان کې به یې د بشري ناورین خطرونو په راکمولو لګوي.

رویټرز داسې پټو پاڼو ته لاسرسی موندلی دی،چې له مخې یې نړیوال بانک غواړي، د افغانستان بیارغونې له صندوقه یادې پیسې دلته پر ښوونیز، روغتیايي،کرنیز سکتور او نورو کورنیو پلانونو ولګوي.

  د نړیوال بانک پاڼې یوه برخه:« د دې پیسو له خلاصولو موخه دا ده،چې له اړمنو افغانانو سره مرسته وشي. له دې پریکړې بله موخه دا هم ده،چې په افغانستان کې کلیدي اقتصادي او ټولنیز بنسټونه فعال وساتل شي او راتلونکې کې بشري مرستو ته اړتیا راکمه کړي. موږ غواړو، دا پیسې د خوړو خوندیتوب، روغتیا او پوهنې برخه کې ولګول شي.» 

د نړېوال بانک په دې پاڼو کې همداراز ویل شوي،چې دا پیسې به د اسلامي امارت پر ځای د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ته ورکول کیږي.

یاد بانک کې سرچینو رویټرز ته ویلي،د افغانستان د دې یو میلیارد ډالرو په تړاو به وروستی پریکړه د نړیوال بانک بورډ لخوا راتلونکې مارچ میاشت کې ترسره کیږي.

د نړېوال بانک پاڼې یوه برخه:« پلان دا دی،چې د افغانستان بیارغونې له صندوقه څه باندې یو میلیارد ډالر په ۲۰۲۲ کال کې ولګول شي. د بشري مرستو لپاره به د ۶۰۰ میلیونه ډالرو کڅوړې لګول کیږي او پاتې نورې به په همدې کال کې لومړیتوبونو ته په کتو ولګول شي.» 

نړېوال بانک وروسته له هغې دا پریکړه کوي،چې له دې مخکې یې ۲۸۰ میلیونه ډالر له همدې صندوقه د خوړو نړیوال پروګرام او یونیسف ته ورکړي او په وینا یې چې په بریالۍ توګه په افغانستان کې ولګول شول.

د افغانستان بیارغونې صندوق په ۲۰۰۲ کال کې پرانیستل شو،چې دمګړی د نړیوال بانک له خوا مدیریت کیږي او نړیوال مرستندویه هېوادونه په کې د افغانستان بیارغونې لپاره تر خپل توان پورې مرسته کوي.

د یادونې ده،چې دا پیسې د افغانستان خپله شتمني نه بلکې د مرستندویه هېوادونو له خوا افغانستان ته ځانګړې شوې پیسې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist